Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




ګردان 19:6 - Pakistani Yousafzai Pashto

6 خو کۀ صِرف يو ښار وے او هغې ته فاصله هم ډېره وے، نو کېدے شى چې د هغه کس بدل اخستونکى خپلوان يې ونيسى او په غصه کښې يو بې‌ګناه ګاونډى ووژنى. خو په غلطۍ سره هغۀ خپل ګاونډى مړ کړو چې دشمن يې نۀ وو.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




ګردان 19:6
7 Iomraidhean Croise  

او اوس بادشاه سلامت، زما ټول خپلوان زما خِلاف شوى دى او ما ته وائى چې زۀ خپل زوئ هغوئ ته حواله کړم، نو چې هغوئ يې د خپل ورور په بدل ووژنى. کۀ هغوئ داسې وکړى نو زۀ به بې‌زويه پاتې شم. هغوئ به زما آخرى اُميد هم ختم کړى او زما يو زوئ به هم نۀ وى چې د هغې په وجه زما د خاوند نوم د زمکې په مخ باقى پاتې شى.“


هلته به د مړى د خپلوانو نه په حِفاظت کښې وى څوک چې بدل اخستل غواړى. چې په چا باندې د قتل اِلزام وى نو هغه به تر هغه پورې نۀ شى وژلے چې جرګې ته پېش شوے نۀ وى.


کۀ دوه سړى د لرګو وهلو دپاره ځنګل ته لاړ شى او د هغوئ نه يو کس يوه ونه وهى او تبر د لاسکى نه ووځى او هغه بل کس ووژنى، نو د پناه دپاره د دې ښارونو نه يو ته تښتېدلے شى.


نو ځکه زۀ حُکم درکوم چې درې ښارونه بېل کړئ.


کۀ د يو جرم په وجه څوک وژلے شوے وى او د هغۀ لاش په يوه ونه کښې ځوړند وى،


کۀ هغه کس هلته هم ورپسې لاړ شى چې کوم بدل اخستل غواړى، نو د هغه ښار خلق دې هغوئ هيڅکله هغۀ ته نۀ حواله کوى. د ښار خلق به يې خامخا بچ کوى ځکه هغۀ به قصداً نۀ بلکې په غلطۍ سره کس وژلے وى.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan