5 کۀ دوه سړى د لرګو وهلو دپاره ځنګل ته لاړ شى او د هغوئ نه يو کس يوه ونه وهى او تبر د لاسکى نه ووځى او هغه بل کس ووژنى، نو د پناه دپاره د دې ښارونو نه يو ته تښتېدلے شى.
او هغوئ په يو ځائ روان شول. کله چې هغوئ د اُردن سيند ته ورسېدل، نو هغوئ ونې وهل شروع کړل.
هوښياران خطره د اول نه وينى او د هغې نه ځان بچ کوى، خو کم عقل پرې ورخلاص وى او بيا په تکليف کښې راګېر شى.
د بادشاه هر يو کس به د سيلۍ نه د حِفاظت، او د طوفان نه د پټېدو د ځائ په شان وى. هغوئ به د داسې نِهر په شان وى چې په صحرا کښې بهيږى او هغوئ به په خُشک مُلک کښې د لوئ ګټ د سورى په شان وى.
جرګه به د مړى د خپلوان نه هغه کس بچ کوى چې په غلطۍ سره د قتل مجرم وى او هغوئ به هغه واپس د پناه ښار ته بوځى کوم ته چې تښتېدلے وى. هغه به هلته تر هغې پورې ايساريږى چې مشر اِمام مړ نۀ وى.
کۀ څوک يو کس په غلطۍ سره ووژنى چې هغه يې دشمن نۀ وى، نو هغه د دې ښارونو نه يو ښار ته تښتېدلے شى چې بچ شى.
خو کۀ صِرف يو ښار وے او هغې ته فاصله هم ډېره وے، نو کېدے شى چې د هغه کس بدل اخستونکى خپلوان يې ونيسى او په غصه کښې يو بېګناه ګاونډى ووژنى. خو په غلطۍ سره هغۀ خپل ګاونډى مړ کړو چې دشمن يې نۀ وو.