18 قاضيان به د دې معاملې پوره معلومات وکړى، او کۀ چا په خپل اِسرائيلى باندې د دروغو اِلزام لګولے وى،
زۀ چې خپل نوکر راوغواړم نو هغه ما له نۀ راځى، زۀ هغۀ ته سوال زارى کوم.
ما د دشمنانو لاسونو ته مۀ پرېږده، ځکه چې دوئ په ما هغه تهمت لګوى کوم چې ما کړے نۀ وى، هره لحظه او شېبه کښې د شرارت دهمکى راکوى.
بيا د بادشاه په حکم، هغه سړى راوستلے شول چا چې په دانيال د بد نيت نه اِلزام لګولے وو او د زمرو په غار کښې يې د ښځو او بچو سره وروغورزول. د غار بېخ ته د رسېدو نه وړاندې زمرو په هغوئ حمله وکړه او هډُوکى يې ورله ټوټه ټوټه کړل.
کۀ تاسو داسې يو افواه واورئ، نو د هغې پوره معلومات وکړئ، نو کۀ په رښتيا دا بد عمل شوے وى،
نو کۀ داسې يو خبر واورئ، نو د هغې پوره پته ولګوئ. کۀ دا رښتيا وى چې په بنى اِسرائيلو کښې داسې ګنده کار شوے وى،
فرض کړئ چې دوه کسان د يوې لانجې هوارولو دپاره عدالت ته لاړ شى او قاضيان فېصله وکړى چې يو په حقه دے او بل په ناحقه دے.