Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




ګردان 19:13 - Pakistani Yousafzai Pashto

13 په هغۀ هيڅ رحم مۀ کوئ. او بنى اِسرائيل د بې‌ګناه وينې توئيدلو نه پاک کړئ، نو په دې سره به ستاسو هر يو کار سم وى.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




ګردان 19:13
17 Iomraidhean Croise  

ځکه چې خُدائ پاک د خپل ځان په شان بنى آدم جوړ کړے دے. کۀ څوک د بنى آدم وينه تويَوى، په بدل کښې به د هغۀ وينه توئ کړے شى،


او اوس بادشاه سلامت، زما ټول خپلوان زما خِلاف شوى دى او ما ته وائى چې زۀ خپل زوئ هغوئ ته حواله کړم، نو چې هغوئ يې د خپل ورور په بدل ووژنى. کۀ هغوئ داسې وکړى نو زۀ به بې‌زويه پاتې شم. هغوئ به زما آخرى اُميد هم ختم کړى او زما يو زوئ به هم نۀ وى چې د هغې په وجه زما د خاوند نوم د زمکې په مخ باقى پاتې شى.“


د داؤد په بادشاهۍ کښې درې کاله ډېر سخت قحط وو. نو داؤد د مالِک خُدائ سره د دې په حقله خبره وکړه او مالِک خُدائ وفرمائيل، ”ساؤل او د هغۀ خاندان خُون کړے دے، ځکه چې هغۀ د جبعون قبيلې خلق ووژل.“


بيا هغوئ د بنيامين په علاقه ضِلع کښې د ساؤل پلار قيس په قبر کښې د ساؤل او د يونتن هډُوکى ښخ کړل، هم هغه شان چې څنګه بادشاه حُکم کړے وو. او د هغې نه پس خُدائ پاک د هغوئ د مُلک دپاره سوال قبول کړو.


سليمان ورته ووئيل ”هم هغه شان وکړه چې څنګه هغه وائى. هغه ووژنه او ښخ يې کړه، نو داسې ما او زما د پلار کور د هغه ګناه نه پاک کړه چې کومه بې‌ګناه وينه يوآب توئ کړې وه


نو چا هم تا ته د رحم په سترګه ونۀ کتل او په تا باندې چا زړۀ هم ونۀ سوزولو چې دا کارونه درته وکړى. ستا د پېدا کېدو د ورځې نه هغوئ تا نه نفرت کولو او تۀ يې په يو مېدان کښې وروغورزولې.


هر څوک چې قتل وکړى نو هغه به وژلے شى،


هر څوک چې يو ځناور ووژنى نو تاوان به يې ورکوى، خو هر څوک چې يو انسان ووژنى نو هغه به ووژلے شى.


قاتِل به خامخا وژلے شى. هغه د دې سزا نه په دې نۀ شى خلاصېدلے چې د صُلحې پېسې ورکړى.


خو هغوئ ته توجو مۀ ورکړئ او مۀ ورته غوږ نيسئ. په هغوئ باندې هيڅ رحم يا ترس مۀ کوئ او د هغوئ خبره مۀ پټوئ.


نو په داسې حالت کښې دې د هغۀ د ښار مشران هغه راوغواړى او د هغه کس خپلوانو ته دې په حواله کړى کوم چې د قتل د بدل اخستلو خواهش کوى، نو چې هغوئ يې ووژنې.


په داسې معامِلو کښې هيڅ رحم مۀ کوئ، د ژوند په بدل کښې به د ژوند سزا وى، د سترګې په بدل کښې د سترګې، د غاښ په بدل کښې د غاښ، د لاس په بدل کښې د لاس، پښې په بدل کښې به د پښې سزا وى.


چې هغه څۀ وکړئ چې مالِک خُدائ يې غواړى، نو د قتل ذمه وارى به ستاسو په غاړه نۀ وى.


نو چې په هغه ښځه باندې هيڅ رحم ونۀ کړئ، او د هغې لاس پرې کړئ.


هغه هر يو قوم تباه کړئ په کوم چې مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک تاسو زورَور کړى يئ او چې په هغوئ باندې هيڅ رحم ونۀ کړئ. د هغوئ د معبودانو عبادت مۀ کوئ، ځکه چې دا به ستاسو دپاره يو دام جوړ شى.


کله چې مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک تاسو په هغه خلقو زورَور کړى او شکست ورکړئ، نو هغوئ ټول ووژنئ. د هغوئ سره لوظ مۀ کوئ او چې هيڅ رحم ورباندې ونۀ کړئ.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan