11 خو کۀ يو کس د خپل ګاونډى سره دشمنى وى او قصداً په هغۀ حمله وکړى او وې وژنى او بيا د پناه دپاره د دې ښارونو نه يو ښار ته وتښتى،
کۀ څوک بل کس قتلوى، زۀ به ورسره حِساب کوم. کۀ يو ځناور بنى آدم ووژنى نو سزا به يې مرګ وى.
ځکه چې خُدائ پاک د خپل ځان په شان بنى آدم جوړ کړے دے. کۀ څوک د بنى آدم وينه تويَوى، په بدل کښې به د هغۀ وينه توئ کړے شى،
کۀ يو انسان خپل لاسونه د بل چا په وينو سرۀ کړى وى نو هغه به تر مرګه پورې مفرور وى، نو هيڅ څوک دې د دۀ مدد نۀ کوى.
نو په داسې حالاتو کښې به جرګه د هغه کس په حق کښې فېصله کوى د چا نه چې مړے شوے وى، نۀ چې د هغه مړ کس د خپلوان په حق کښې چې بدل اخستل غواړى.
نو په داسې حالت کښې دې د هغۀ د ښار مشران هغه راوغواړى او د هغه کس خپلوانو ته دې په حواله کړى کوم چې د قتل د بدل اخستلو خواهش کوى، نو چې هغوئ يې ووژنې.
د خُدائ پاک لعنت دې وى په هغه چا څوک چې په پټه باندې قتل کوى. نو ټول قوم به په جواب کښې ووائى، آمين.
هر څوک چې د خپل ورور يا خور نه نفرت کوى، قاتل دے، او تاسو ته پته ده چې قاتلانو کښې د تل ژوندون نۀ وى.