Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




ګردان 19:10 - Pakistani Yousafzai Pashto

10 هم دغه شان وکړئ، نو چې بې‌ګناه خلق نۀ مرى او د هغوئ د وژلو ګناه ستاسو په غاړه نۀ وى، په هغه مُلک کښې چې مالِک خُدائ يې تاسو له درکوى.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




ګردان 19:10
16 Iomraidhean Croise  

سليمان ورته ووئيل ”هم هغه شان وکړه چې څنګه هغه وائى. هغه ووژنه او ښخ يې کړه، نو داسې ما او زما د پلار کور د هغه ګناه نه پاک کړه چې کومه بې‌ګناه وينه يوآب توئ کړې وه


منسى دومره ډېر بې‌ګناه خلق قتل کړل چې د يروشلم د يو سر نه تر بل سر پورې وينې بهېدلې، د دې نه علاوه هغۀ د يهوداه خلق د بُت پرستۍ طرف ته بوتلل او هغوئ يې دې ته جوړ کړل چې د مالِک خُدائ خِلاف ګناه وکړى.


د هغه بې‌ګناه خلقو د وينې په وجه چې هغۀ توئ کړې وه، نو مالِک خُدائ ځکه منسى نۀ شو معاف کولے.


هغوئ د صادقانو خلاف ډله جوړوى، او بې‌ګناه خلق قاتل ګرځوى.


مغروره سترګې، دروغژنه ژبه، هغه لاسونه چې بې‌ګناه وينه تويوى،


بدعملۍ له هغوئ په منډه ځى، او د بې‌ګناه وينې تويولو دپاره تېزى کوى. د هغوئ خيالونه د ګناه دى، او هر چرته چې ځى نو تباهى او بربادى کوى.


خو مِصر به وران ويجاړ شى، او ادوم به بيابان شى، ځکه چې هغوئ د يهوداه په خلقو ظلم وکړو، او هم د هغوئ په خپل مُلک کښې يې بې‌ګناه خلق ووژل.


نو هغوئ د يُونس مالِک خُدائ ته چغې کړې، ”اے مالِکه خُدايه، مونږ د دې سړى د ژوند د ختمولو په وجه مړۀ نۀ کړې. مونږ د يو بې‌ګناه سړى په مرګ باندې راونۀ نيسې، ځکه چې اے مالِکه خُدايه، تۀ هغه څۀ کوې څۀ چې ستا رضا وى.“


هغه مُلک مۀ پليتوئ چې چرته تاسو اوسېږئ، ځکه د وينې تويَول د هغه مُلک پليتول دى او چې په کومه زمکه باندې وينه توئ شى نو د هغې کفاره نۀ شى ادا کېدلے، زمکه د هغه کس د وينې تويَولو نه بغېر نۀ پاکيږى چا چې وينه توئ کړې وى.


په هغۀ هيڅ رحم مۀ کوئ. او بنى اِسرائيل د بې‌ګناه وينې توئيدلو نه پاک کړئ، نو په دې سره به ستاسو هر يو کار سم وى.


د هغې نه وروستو چې کله تاسو هغه مُلک قبضه کړئ چې مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک يې تاسو له درکوى او هلته اوسېږئ،


خو ستاسو په وجه مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک ما ته غصه وو او دا قسم يې وخوړو چې تۀ به د اُردن سيند نه پورې نۀ وځې چې هغه آباد مُلک ته لاړ شى کوم چې هغه تاسو له درکوى.


کله چې هغۀ جوليت وژلو نو هغۀ خپل ژوند په خطره کښې واچولو او مالِک خُدائ د بنى اِسرائيلو دپاره يوه لويه فتح وموندله. کله چې تا هغه فتح وليده نو تۀ خوشحاله شوې. نو بيا تۀ ولې د يو بې‌ګناه سړى سره بد کوې او بغېر د څۀ وجې داؤد وژنې؟“


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan