Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




ګردان 19:1 - Pakistani Yousafzai Pashto

1 کله چې مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک هغه خلق تباه کړى چې زمکه يې تاسو له درکوى او چې د هغوئ ښارونه او کورونه ونيسئ او هلته اوسېږئ،

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




ګردان 19:1
11 Iomraidhean Croise  

خو کۀ دا د خُدائ پاک نه راپېښه شوې وى او هغۀ دا قصداً نۀ وى وژلے، نو هغه به د پناه دپاره يو داسې ځائ ته وتښتى چې کوم درته زۀ ښايم او هلته به په پناه کښې وى.


نو تاسو به د پناه ښارونه خوښ کړئ چې يو سړے په غلطۍ سره څوک مړ کړى نو چې هلته تښتېدلے شى.


مالِک خُدائ موسىٰ ته وفرمائيل،


موسىٰ وفرمائيل چې، ”دا هغه حُکمونه دى چې تاسو به په هغه مُلک کښې پرې عمل کوئ چې مالِک خُدائ، ستاسو د پلار نيکۀ خُدائ پاک يې درکوى. چې تاسو ژوندى يئ نو خامخا به ورباندې عمل کوئ.


مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک به هغه قومونه تباه کړى چې تاسو د هغوئ مُلک ونيسئ، نو تاسو به هغه مُلک قبضه کړئ او هلته به اوسېږئ.


کله چې تاسو هغه مُلک ونيسئ چې مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک يې تاسو له درکوى او تاسو هلته اوسېږئ، نو تاسو به ووايئ چې ستاسو نه ګېرچاپېره قومونو په شان تاسو ته هم د يو بادشاه ضرورت دے.


لکه څنګه چې مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک ستاسو پلار نيکۀ، اِبراهيم، اِسحاق او يعقوب سره لوظ کړے دے، هغه به تاسو له لوئ لوئ او ښائسته ښارونه درکړى کوم چې تاسو نۀ وى جوړ کړى.


کورونه به مو د ښو ښو څيزونو نه ډک وى چې کوم تاسو په کښې اېښى نۀ وى او هلته به کوهى وى چې تاسو کنستلى نۀ وى او د انګورو او زيتُونو باغونه به وى چې تاسو کَرلى نۀ وى. کله چې مالِک خُدائ تاسو دې مُلک ته راولى نو ستا دپاره به خوراک ډېر وى او تاسو به ماړۀ شئ،


نو مالِک خُدائ يشوَع ته وفرمائيل


ما تاسو له يو داسې زمکه درکړه چې تاسو هيڅکله کَرلې نۀ وه او داسې ښارونه مې درکړل چې تاسو جوړ کړى نۀ وُو. اوس تاسو هلته اوسېږئ او د هغه باغونو نه انګور خورئ چې تاسو کَرلى نۀ دى او د هغه ونو نه د زيتُونو مېوه خورئ چې تاسو کَرلى نۀ دى.“


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan