Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




ګردان 18:9 - Pakistani Yousafzai Pashto

9 کله چې تاسو هغه مُلک ته ورننوځئ چې مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک يې تاسو له درکوى، نو چې هلته کوم قومونه دى د هغوئ په غلطو رِواجونو پسې مۀ ځئ.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




ګردان 18:9
11 Iomraidhean Croise  

او د هغوئ په هره علاقائى عبادتخانې کښې خوشبوئى سوزولې لکه څنګه به چې غېر قومونو کول کوم خلق چې مالِک خُدائ د هغه مُلک نه شړلى وُو. هغوئ د خپلو ټولو بدو عملونو په وجه د مالِک خُدائ قهر راوپارولو


او د هغه خلقو رِواجونه يې خپل کړل چې مالِک خُدائ په هغه وخت شړلى وُو چې اِسرائيليان مخ په وړاندې تلل او چې د اِسرائيل بادشاهانو کوم رِواجونه شروع کړى وُو نو هغه يې هم خپل کړل.


د هنوم په وادۍ کښې يې خوشبويۍ سوزولې او تر دې پورې چې خپل زامن يې هم بُتانو ته د سوزېدونکې نذرانو په توګه قربانى کړل. د هغه خلقو د حرامو رِواجونو نقل يې کولو چې کله بنى اِسرائيليان مخ په وړاندې تلل نو مالِک خُدائ هغه د غېرو قومونو خلق د هغه مُلک نه شړلى وُو.


د دې نه علاوه، د يهوداه لار ښوونکى اِمامان او خلق د بُتانو په عبادت کښې د هغوئ نه ګېرچاپېره ګناهګارو قومونو په نقش قدم باندې روان وُو او د هغوئ په شان حرام کارونه يې وکړل، هغوئ د مالِک خُدائ هغه کور ناپاک کړو کوم چې مالِک خُدائ په خپله مقدس کړے وو.


مالِک خُدائ فرمائى چې، ”د نورو قومونو په طريقو تلل مۀ کوئ، او د هغوئ په شان په آسمان کښې د ستورو د ګردش او نښو نښانو نه مۀ يرېږئ تر دې چې هغوئ په خپله يريږى.


او مالِک خُدائ وفرمائيل، ”زۀ چې کوم حُکمونه درکړم په هغې عمل کوئ او د هغه خلقو په رِواجونو پسې مۀ ځئ کوم چې ستاسو نه مخکښې په هغه مُلک کښې اوسېدل، او د هغه غلطو کارونو کولو په وجه خپل ځانونه مۀ ناپاکه کوئ. زۀ مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک يم.“


دا خلق ووژنئ، نو هغوئ به تاسو د مالِک خُدائ خِلاف ګناهګار نۀ کړى چې تاسو ته هغه ټول بد عملونه وښائى چې هغوئ يې د خپلو معبودانو په عبادت کښې کوى.


کله چې مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک هغوئ ستاسو دپاره د هغه مُلک نه وباسى، نو په خپل زړۀ کښې داسې مۀ وايئ چې ګنې تاسو نېک خلق يئ او د دې دپاره يې راوستلئ چې دا مُلک ستاسو شى. داسې نۀ ده، مالِک خُدائ دا خلق ستاسو دپاره ځکه وباسى چې هغوئ بدکاره دى.


په دې وجه نۀ چې تاسو نېک عمله او ښۀ خلق يئ خو مالِک خُدائ تاسو پرېږدى چې د هغوئ مُلک ونيسئ. هغه به هغوئ وشړى ځکه چې هغوئ بدعمله خلق دى او د هغۀ اراده دا ده چې ستاسو پلار نيکۀ، اِبراهيم، اِسحاق، او يعقوب سره يې کومه وعده کړې وه هغه پوره کړى.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan