5 مالِک خُدائ ستاسو د ټولو قبيلو نه د ليوى قبيله خوښه کړه چې د اِمامانو په توګه همېشه د هغۀ خِدمت وکړى.
هغوئ ته دا کمربند وتړه او ټوپۍ ورپه سر کړه. نو تۀ به هارون او د هغۀ زامن مقرر کړې. هغوئ او د هغوئ اولاد به د اِمامانو په توګه همېشه دپاره زما خِدمت کوى.
او قورح او د هغۀ ملګرو ته يې وفرمائيل، ”مالِک خُدائ به سبا سحر مونږ ته وښائى چې څوک د هغۀ دى او څوک مقدس دى. او هغه به صِرف هغه کس خپل ځان ته نزدې پرېږدى چې کوم يې خوښ کړے وى.
هغه او د هغۀ اولاد به د همېشه دپاره اِمامان مقررولے شى، ځکه چې هغۀ په ما باندې غېرت وکړو او د بنى اِسرائيلو د ګناه کفاره يې ادا کړه.“
تۀ به هارون او د هغۀ زامن مقرر کړې چې د اِمامانو په توګه ذمه وارى پوره کړى، بل هر څوک چې مقدسې خېمې ته د ورنزدې کېدلو کوشش وکړى نو هغه به ووژلے شى.“
په هغه وخت مالِک خُدائ د ليوى قبيلې سړى مقرر کړل چې د لوظ صندوق وړى او د اِمامانو په توګه د هغۀ خِدمت کوى او د هغۀ په نوم برکت غواړى. او تر اوسه پورې د هغوئ دا ذمه وارۍ دى.
هر څوک چې دا جرأت وکړى او چې د قاضى يا د اِمام دا فېصله ونۀ منى نو هغه دې خامخا ووژلے شى، چې د بنى اِسرائيلو نه دا ګنده کار ختم شى.