3 کله هم چې يو څاروے يا ګډ قربانى کيږى، اِمام له به د دې اوږه، ژامه او دنننى اندامونه ورکولے شى.
کله چې اِمامان مقررولے شى هغه د ګډ پوښتۍ او پتُون کوم چې د مقررولو دپاره استعماليږى هغه به اوچت کړے شى او د هارون او د هغۀ د زامنو دپاره به بېل کړے شى.
دا زما نۀ بدلېدونکے قانون دے چې کله بنى اِسرائيل د سلامتۍ قربانۍ پېش کوى، د ځناور پوښتۍ او پتُون به د اِمامانو وى. دا زما د خلقو د طرف نه مالِک خُدائ ته نذرانه ده.
چې کله نمر پرېوځى نو هغه پاک دے او بيا هغه مقدسې نذرانې خوړلے شى، کومې چې د هغۀ خوراک دے.
د دې نه علاوه، اِسرائيليان چې نورې خاص برخې ما ته پېش کوى هغه به ستاسو وى. زۀ دا د راتلونکى ټولو وختونو دپاره تا، ستا زامنو او ستا لوڼو له ورکوم. ستا د خاندان هر يو کس چې پاک وى نو هغه دا خوړلے شى.
زۀ د وړومبى پېداوار بِهترينه حِصه تاسو له درکوم کومه چې اِسرائيليان ما ته هر کال پېش کوى لکه د زيتُونو تېل، مے او غله دانه.
هلته هغه نذرانې پېش کوئ کومې چې د مالِک خُدائ په قربانګاه باندې پوره سوزولے شى. هغه نذرانې هم پېش کوئ چې تاسو د هغې غوښه خورئ او وينه يې په قربانګاه باندې تويَوئ.