Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




ګردان 18:22 - Pakistani Yousafzai Pashto

22 کۀ يو پېغمبر د مالِک خُدائ په نوم خبرې وکړى او چې کومه خبره يې کړې وى او رښتيا نۀ شى، نو بيا دا د مالِک خُدائ پېغام نۀ دے. هغه پېغمبر په خپل اختيار خبرې کړې دى او تاسو له په کار دى چې د هغۀ نه ونۀ يرېږئ.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




ګردان 18:22
13 Iomraidhean Croise  

ميکاياه وفرمائيل، ”کۀ تۀ په خېر سره واپس راشې، نو مالِک خُدائ به زما په ذريعه کلام نۀ وى کړے.“ او ميکاياه دا هم وفرمائيل چې، ”زۀ څۀ وايم نو دا به ياد ساتئ.“


په هغه ورځو کښې حزقياه بادشاه بيمار شو او مرګ ته نزدې وو. د آموص زوئ، يشعياه پېغمبر ورَغلو او هغۀ ته يې وفرمائيل، ”مالِک خُدائ تا ته فرمائى چې خپلې معاملې سمبال کړه. ځکه چې تۀ به مړ کېږې، تۀ به روغ نۀ شې.“


لکه څنګه چې چڼچڼه اخوا ديخوا الوځى او يا چې طوطاګرکے چکرې وهى او په ځائ نۀ کښېنى، دغه شان نامناسبه ښيرا کول د چا په سر نۀ کښېنى.


راشئ او پېشګوئې ورکړئ چې څۀ به کيږى، نو چې پته راته ولګى کله به داسې وشى. عدالت ته د تېرې زمانې واقعاتو وضاحت وکړئ، او مونږ ته ووايئ چې د دې څۀ مطلب دے.


په اوله ورځ چې يُونس په ښار کښې روان وو، هغۀ اِعلان وکړو چې، ”ټيک څلوېښت ورځې پس به نينوه تباه شى.“


هغۀ مالِک خُدائ ته دُعا وکړه، ”اے مالِکه خُدايه، ولې هم دا زما خيال نۀ وو چې تۀ به داسې کوى کله چې زۀ لا په خپل کور کښې وم؟ نو په هم دې وجه زۀ دومره زر ترسيس ته وتښتېدم. ما ته پته وه چې تۀ رحمان او رحيم خُدائ يې، تۀ په غصه کښې صبر کوونکے او د مينې نه ډک يې، داسې مالِک خُدائ يې چې په افت رالېږلو کښې خپله فېصله بدلوى.


اے ټولو انسانانو د مالِک خُدائ په وړاندې خاموش ودرېږئ، ځکه چې هغه په خپله د خپل مقدس ځائ نه راوچت شوے دے.“


خو چې کله ما حُکم نۀ وى ورکړے او يو پېغمبر دا جرأت وکړى چې زما په نوم پېغام ورکړى، نو خامخا به وژلے شى او هغه پېغمبر به هم وژلے شى چې د نورو معبودانو په نوم خبرې کوى.


مونږ څنګه دا وئيلے شُو چې د يو پېغمبر پېغام د مالِک خُدائ نه نۀ دے؟


چې سموئيل غټېدو، مالِک خُدائ د هغۀ مل وو او د مالِک خُدائ هغه ټولې پېشګويانې پوره کېدې کومې چې سموئيل کړې وې.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan