19 هغه به زما په نوم خبرې کوى او هر څوک چې د هغۀ د منلو نه اِنکار وکړى نو سزا به ورکړم.
هر څوک چې پرې ايمان راوړى او بپتسمه واخلى نو هغه به خلاصون بيامومى، او هر څوک چې پرې ايمان رانۀ وړى هغه به مجرم شى.
کۀ چرې مونږ د حق د پېژندلو نه پس هم قصداً ګناهونه کوُو نو بيا زمونږ د ګناهونو دپاره د يوې قربانۍ هم څۀ فائده نشته.
نو مونږ څنګه د سزا نه بچ کېدے شُو کۀ مونږ د دې لوئ خلاصون نه بېپرواه شُو، د کوم چې اول مالِک اعلان وکړو او بيا هغه خلقو وکړو چا چې هغه واورېدلو؟
په دې وجه څنګه چې روحُ القُدس فرمائى چې، ”کۀ تاسو نن ورځ د هغۀ آواز واورئ،
کۀ مونږ د مالِک خُدائ نافرمانى وکړه او د دې دپاره مو خپله قربانګاه جوړه کړه چې په دې باندې نذرانې وسوزوو او يا يې د غلې نذرانې او سلامتۍ نذرانې دپاره استعمال کړُو، نو مالِک خُدائ دې په خپله مونږ له سزا راکړى.