16 په کومه ورځ چې تاسو د سينا غرۀ سره راغونډ وئ، تاسو زارى وکړه چې مونږ نۀ غواړُو چې د مالِک خُدائ خبرې بيا واورو يا د جلال شُغلې وګورو، ځکه چې تاسو يرېدلئ چې مړۀ به شئ.
چې کله خلقو د تندرونو او د بيګل آواز واورېدو او برېښناګانې او د غرۀ لوګى يې وليدل، هغوئ د يرې نه ولړزېدل او لرې ودرېدل.
هغوئ موسىٰ ته ووئيل، ”کۀ تۀ زمونږ سره خبرې کوې نو مونږ به ورته غوږ ونيسو، خو کۀ خُدائ پاک زمونږ سره خبرې وکړى نو مونږ يريږو چې مړۀ به شو.“
نو بيا مالِک خُدائ خپل لاس راوږد کړو، او زما خولې له يې راوړو او راته يې وفرمائيل، ”ګوره، ما خپل کلام ستا په خولۀ کښې واچولو.
”کله چې مونږ د سينا غرۀ سره وُو نو مالِک خُدائ زمونږ خُدائ پاک مونږ ته وفرمائيل چې تاسو د دې غرۀ سره ډېر زيات ايسار شوى يئ.
بيا مالِک خُدائ په هغه تختو باندې هم هغه خبرې وليکلې کومې چې هغۀ په وړومبى ځل ليکلې وې، دا هغه لس حُکمونه وُو چې تاسو له يې په هغه ورځ درکړل چې د غر سره راغونډ وئ او هغۀ د اور نه خبرې وکړې. مالِک خُدائ ما له تختې راکړې.
بيا مالِک خُدائ ما له د کاڼو هغه دوه تختې راکړې چې په هغې باندې هغۀ په خپله هغه څۀ ليکلى وُو څۀ يې چې په هغه ورځ د اور نه تاسو ته فرمائيلى وُو چې هلته د غرۀ سره راغونډ وئ.
او کله چې د بيګل آواز او کلام خلقو واورېدو نو هغوئ مِنت وکړو چې مونږ سره دې نور کلام ونۀ کړے شى.