15 خو هغه به تاسو له زما په شان يو پېغمبر راولېږى چې هغه به ستاسو د خپلو خلقو نه وى او تاسو به د هغۀ تابعدارى کوئ.
خو بنى اِسرائيل مالِک خُدائ سخت غصه کړے دے، هغۀ چې کومه وينه تويه کړې ده اوس به ورسره د هغې حساب کيږى، هغۀ چې د مالِک خُدائ توهين کړے دے د هغې مناسبه سزا به ورکوى.
او مالِک خُدائ هغوئ ته وفرمائيل، ”اوس زما خبرې په کولاو غوږُونو واورئ. کله چې ستاسو په مينځ کښې پېغمبران وى، نو زۀ خپل ځان هغوئ ته په خيال کښې څرګندوم او زۀ د هغوئ سره د هغوئ په خوب کښې خبرې کوم.
نو زۀ د هغۀ سره مخامخ خبرې کوم، صفا او واضِحه خبرې ورسره کوم، هغۀ زۀ ليدلے يم. تاسو دا جرأت څنګه کوئ چې زما د خِدمت کوونکى موسىٰ خِلاف خبرې کوئ؟“
هغۀ لا دا خبرې کولې چې ناګهانه يوه پړقېدونکې وريځ راخوره شوه او په هغوئ يې سورے وکړو او د وريځې نه آواز وفرمائيل، ”دا زما محبوب زوئ دے د چا نه چې زۀ راضى يم. د هغۀ خبرې واورئ.“
او ګڼې ورته جواب ورکړو چې، ”د ګليل د ناصرت نه دا عيسىٰ پېغمبر دے.“
هر څوک چې ستاسو خبرې ته غوږ نيسى، هغه ما ته غوږ نيسى او هر څوک چې ستاسو خبره رد کوى، هغه ما رد کوى او څوک چې ما رد کوى، هغه هم هغه رد کوى چې زۀ يې رالېږلے يم.“
په هغه ورځو کښې په يروشلم کښې شمعون نومې يو سړے وو. هغه رښتينے او پرهيزګاره وو، څوک چې د بنى اِسرائيلو د بچ کېدو په طمع وو او د روحُ القُدس نه معمور وو.
هغه به د د غېريهوديانو دپاره رڼا وى او بنى اِسرائيلو ته به جلال ورکړى.“
هغۀ ورته وفرمائيل چې، ”څۀ شوى دى؟“ هغوئ جواب ورکړو چې، ”د عيسىٰ ناصرى په حقله چې د خُدائ پاک او ټولو خلقو په نظر کښې په کلام او عمل دواړو کښې يو زورَور نبى وو.
په هغه ټولو خلقو باندې زبردسته يره خوره شوله او هغوئ ټولو د خُدائ پاک ثنا ووئيله او وې وئيل چې، ”زمونږ په مينځ کښې يو لوئ نبى راښکاره شوے دے او خُدائ پاک د خپلو خلقو د مدد دپاره راغلے دے.“
بيا د وريځې نه يو آواز راغلو چې وې فرمائيل، ”دا زما زوئ دے، زما غوره کړے. د دۀ خبرې واورئ.“
نو هغوئ ترې تپوس وکړو چې، ”نو تۀ بيا څوک يې؟ تۀ الياس يې څۀ؟“ هغۀ جواب ورکړو چې، ”نه، زۀ هغه نۀ يم.“ ”تۀ هغه نبى يې څۀ چې مونږ يې په اِنتظار کښې يُو؟“ هغۀ جواب ورکړو چې، ”نه.“
د هغۀ نه يې تپوس وکړو، ”کۀ نۀ تۀ مسيح يې، نۀ الياس يې، نۀ هغه نبى يې، نو تۀ بيا ولې بپتسمه ورکوې؟“
فيليپوس نتنىايل له ورغلو او ورته يې ووئيل چې، ”مونږ هغه کس بياموندلو د چا ذکر چې د موسىٰ په شريعت کښې شوے دے او نبيانو کړے دے، چې هغه د ناصرت عيسىٰ د يوسف زوئ دے.“
ښځې هغۀ تۀ ووئيل، ”مالِکه، ما ته ښکارى چې تۀ نبى يې.
عيسىٰ جواب ورکړو چې، ”د خُدائ پاک د رضا کار دا دے چې په هغه چا ايمان راوړئ چې هغۀ رالېږلے دے.“
نو هغوئ د هغه ړوند سړى نه بيا تپوس وکړو چې، ”ستا د هغۀ په حقله څۀ خيال دے؟ ځکه چې هغۀ ستا سترګې بينا کړې دى.“ هغۀ جواب ورکړو چې، ”هغه يو نبى دے.“
دا هغه موسىٰ دے چې بنى اِسرائيلو ته يې وفرمائيل، ”خو خُدائ پاک به تاسو ته زما په شان يو پېغمبر راولېږى چې هغه به ستاسو د خپلو خلقو نه وى.“
نو په اِسرائيلو کښې هيڅکله د موسىٰ په شان پېغمبر نۀ دے پېدا شوے، چې مالِک خُدائ مخامخ د هغۀ سره خبرې وکړې.
په هغه وخت کښې زۀ ستاسو او مالِک خُدائ په مينځ کښې د مينځګړى په شان د دې دپاره ولاړ وم چې هغه څۀ ووائى نو زۀ به يې تاسو ته ووايم، ځکه چې تاسو د اور نه يرېدئ او غرۀ ته ونۀ ختلئ. مالِک خُدائ وفرمائيل چې،
ځکه چې يو خُدائ پاک دے او د خُدائ پاک او د انسان تر مينځه مينځګړے هم يو دے، يعنې عيسىٰ مسيح، چې خپله بنى آدم دے
او دا د هغۀ حُکم دے چې مونږ د هغۀ د زوئ عيسىٰ مسيح په نوم ايمان راوړُو او د هغۀ د حُکم په مطابق د يو بل سره مينه کوُو.