Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




ګردان 18:10 - Pakistani Yousafzai Pashto

10 ستاسو په مينځ کښې دې داسې کس نۀ وى چې خپل بچى په اور کښې قربانى کوى، او خپل خلق مۀ پرېږدئ چې د غېبو په خبرو عمل وکړى، يا فال وګورى يا په منتر پسې وګرځى

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




ګردان 18:10
36 Iomraidhean Croise  

تاسو زما د نېک د سپينو زرو جام ولې پټ کړے دے؟ دا هغه جام دے چې په کوم کښې هغه څښى او د فال دپاره يې استعمالوى. دا تاسو غلط کار کړے دے.“


خو د اِسرائيل بادشاهانو په مِثالونو يې دومره عمل کولو، چې خپل زوئ يې هم په اور کښې قربانى کړو، او د هغه خلقو پليت رِواج يې خپل کړے وو کوم چې مالِک خُدائ د هغه مُلک نه ويستلى وُو کله چې اِسرائيليان مخ په وړاندې تلل.


هغوئ هغه اصُول ونۀ منل او هغه لوظ يې پوره نۀ کړو کوم يې چې د هغوئ د پلار نيکۀ سره کړے وو او هغوئ د هغۀ خبردارى ته پام ونۀ کړو. هغوئ د غلطو بُتانو عبادت وکړو او خپل ځانونه يې سپک کړل، هغوئ د ګېرچاپېره قومونو په رِواجونو باندې روان وُو او د مالِک خُدائ د هغه حُکم نافرمانى يې وکړه چې د هغوئ د رِواج نقل مۀ کوئ.


هغوئ خپل زامن او لوڼه د غېرو قومونو خُدايانو ته د سوزېدونکې نذرانې په توګه قربانى کړل، هغوئ د فالګرو او قسمت ښودونکو سره مشورې وکړې او هغوئ خپل ځانونه هغه څۀ ته حواله کړل چې څۀ د مالِک خُدائ په نظر کښې غلط وُو او په دې کولو سره يې د هغۀ قهر راوپارولو.


هغۀ خپل زوئ د سوزېدونکې نذرانې په توګه پېش کړو. هغۀ د کوډو او جادو نه کار واخستو او قسمت ښودونکو او فالګرو سره يې مشورې کولې. هغۀ د مالِک خُدائ خِلاف لويه ګناه وکړه او د هغۀ غصه يې راوپاروله.


په هغه کِتاب کښې د ليکلى شوى قانون عملى کولو دپاره چې خِلقياه اِمام د مالِک خُدائ په کور کښې موندلے وو، يوسياه بادشاه د يروشلم او د نور ټول يهوداه نه ټول جادوګر او قسمت ښودونکى او کورنى ټول بُتان او د غېرو قومونو د عبادت نور ټول حرام څيزونه لرې کړل.


ساؤل ځکه مړ شو چې د مالِک خُدائ سره يې خيانت وکړو او د مالِک خُدائ د حُکمونو نافرمانى يې وکړه. هغۀ د کوډګرې ښځې په ذريعه د مړو د روحونو سره مشورې هم کولې.


د هنوم په وادۍ کښې يې خوشبويۍ سوزولې او تر دې پورې چې خپل زامن يې هم بُتانو ته د سوزېدونکې نذرانو په توګه قربانى کړل. د هغه خلقو د حرامو رِواجونو نقل يې کولو چې کله بنى اِسرائيليان مخ په وړاندې تلل نو مالِک خُدائ هغه د غېرو قومونو خلق د هغه مُلک نه شړلى وُو.


هغۀ د هنوم په وادۍ کښې خپل زامن د سوزېدونکې نذرانو په توګه قربانى کړل. هغۀ د غېبو کارونو او جادو نه کار اخستلو او قسمت ښودونکو او د فالګرو سره يې مشورې وکړې. هغۀ د مالِک خُدائ خِلاف لويه ګناه وکړه او د هغۀ غصه يې راوپاروله.


خو کۀ پلار يې هغۀ له د ورکولو نه اِنکار وکړى، نو هغه به خامخا د هغې پېغلې پلار له د حق مهر برابر قيمت ورکوى.


کومه ښځه چې کوډې کوى هغه ژوندۍ مۀ پرېږدئ.


تا له چې کومې مشورې درکړے کيږى نو د هغې نه تۀ ستړے يې. ستا نجوميان چرته دى، چې ستورو ته ګورى او مياشت په مياشت پېشګويانې کوى؟ هغوئ دې راشى او څۀ چې کېدونکى دى تا دې د هغې نه بچ کړى.


هغوئ تاسو ته د دروغو نبوت کوى او په دې خبرو به تاسو د خپل مُلک نه لرې وشړلے شئ، زۀ به تاسو خوارۀ وارۀ کړم او تاسو به تباه شئ.


نو بيا خپلو دروغژنو نبيانو، فالګرو، د خوب تعبير کوونکو، خپل قسمت معلومونکو او جادوګرو ته غوږ مۀ نيسئ، څوک چې تاسو ته وائى چې تاسو به د بابل د بادشاه خِدمت نۀ کوئ.


هغوئ د هنوم په وادۍ کښې بعل ته علاقائى عبادتخانې د دې دپاره جوړې کړې چې مولک بُت ته خپل زامن او لوڼه قربانى کړى. نۀ خو ما هغوئ له د داسې کولو حُکم ورکړو او نۀ زما ذهن ته داسې خرابه خبره راغلې ده چې هغوئ به داسې په بد او پليت کار کولو سره يهوداه ګناه ګار کړى.“


او ورسره ورسره هغوئ د بنى‌هنوم په وادۍ کښې د توفت په نوم علاقائى عبادتخانې جوړې کړې چې هلته خپل زامن او لوڼه په اور کښې وسوزوى او قربانى يې کړى چې نۀ ورته ما حکم کړے وو او نۀ مې په خيال خاطر کښې تېر شوى وُو.


داسې غوښه مۀ خورئ چې وينه لا په کښې وى. فال مۀ ګورئ او کوډې مۀ کوئ.


د هغه خلقو نصيحت اورېدلو له مۀ ورځئ چې د مړو د روحونو مشورې ورکوى. کۀ تاسو داسې وکړل نو ناپاک به شئ. زۀ مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک يم.


کۀ څوک د هغه خلقو نصيحت اورېدلو له ورځى چې د مړو د روحونو مشورې ورکوى، نو زۀ به د هغۀ نه مخ واړوم او زۀ به هغه نور د خپلو خلقو نه نۀ ګڼم.


زۀ به ستا جادوګر تباه کړم او ستاسو په مينځ کښې به فالګر نور نۀ وى.


”نو زۀ به تاسو له د عدالت دپاره نزدې درشم. زر به زۀ د جادوګرو، زناکارو او چې په دروغو قسم خورى د هغوئ خلاف ګواهى ورکړم، د هغوئ خلاف چې د مزدورانو سره په مزدورۍ کښې ټګى کوى، څوک چې په کونډو او يتيمانانو ظلم کوى، او مسافر د اِنصاف نه محروموى خو زما نه نۀ يريږى،“ مالِک خُدائ ربُ الافواج فرمائى.


ډېرو هغه جادوګرو چا چې جادوګرى کوله خپل کتابونه يې راټول کړل او د خلقو په وړاندې يې وسوزول. کله چې د دې کتابونو د قيمت اندازه ولګولے شوه، نو دا د پنځوسو د سپينو زرو د سيکو وو.


په هغه ښار کښې شمعون نومې يو سړے وو چې د څۀ مودې نه يې جادو کولو او د سامريې ټول خلق يې حق حېران کړى وُو او خپل ځان يې د لوئې مرتبې مالِک ګڼلو.


بُت پرستى، جادوګرى، دشمنى، جګړې، کينه، بار بار غصه، خود غرضى، فتنې، پارټى بازى،


د مالِک خُدائ د خپل خُدائ پاک عبادت هغه شان مۀ کوئ چې څنګه هغوئ د خپلو معبودانو عبادت کوى، ځکه چې هغوئ د خپلو معبودانو په عبادت کښې ټول هغه حرام کارونه کوى چې مالِک خُدائ ترې نه نفرت کوى. تر دې پورې چې هغوئ په اور کښې خپل بچى هم قربانى کوى.


د هغۀ خِلاف سرکشى د تور جادو په شان خراب کار دے او غرور د بُت پرستۍ هومره ګناه لرى. تا د هغۀ حُکم نامنظوره کړو نو ځکه هغۀ تۀ د بادشاه په توګه نامنظوره کړې يې.“


نو سموئيل مړ شوے وو او ټولو بنى اِسرائيلو په هغۀ ژړا کړې وه او د هغۀ په خپل ښار راما کښې يې ښخ کړے وو. او ساؤل د اِسرائيل مُلک نه کوډګر او جادوګر شړلى وُو.


نو ساؤل خپلو آفسرانو له حُکم ورکړو، ”يوه کوډګره ښځه ولټوئ چې د مړو د روحونو سره مشورې کوى او زۀ به ورشم او مشوره به ورسره وکړم.“ هغوئ جواب ورکړو، ”په عين دور کښې يوه داسې ښځه شته.“


نو ساؤل خپل ځان بدل کړو، هغۀ د شاهى جامو په ځائ عامې جامې واغوستلې او د تيارې نه پس هغه د خپلو دوو سړو سره هغه ښځې له مِلاوېدو له لاړو. هغۀ ورته ووئيل، ”زما دپاره د روحونو سره مشوره وکړه او ما ته ووايه چې څۀ کيږى. د هغه سړى روح راوغواړه چې زۀ يې نوم اخلم.“


ښځې جواب ورکړو، ”تا ته ښۀ پته ده چې ساؤل څۀ کړى دى هغۀ څنګه کوډګر او جادوګر د مُلک نه وشړل. نو بيا تۀ ولې زما د ګېرولو کوشش کوې او ما وژل غواړې؟“


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan