ګردان 18:1 - Pakistani Yousafzai Pashto1 د ليوى قبيلې هيچا ته به هم په زمکه کښې حِصه نۀ ملاويږى، نۀ اِمامانو ته او نۀ يې نورو خلقو ته، د دې په ځائ هغوئ به په هغه نذرانو او قربانو ژوند تېروى کومې چې مالِک خُدائ ته ورکولے شى. Faic an caibideil |
خو ليويانو ته به ستاسو نورو قبيلو سره د زمکې ميراث نۀ ملاويږى، ځکه چې د هغوئ برخه دا ده چې د مالِک خُدائ د اِمامانو په توګه خِدمت وکړى. او د جاد، روبين او د منسى قبيلو ته به نوره زمکه نۀ ملاويږى ځکه چې د مخکښې نه هغوئ ته خپله زمکه د اُردن نمرخاتۀ طرف ته مِلاو شوې ده، کومه چې د مالِک خُدائ خِدمت کوونکى موسىٰ هغوئ له ورکړې ده.“