Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




ګردان 17:8 - Pakistani Yousafzai Pashto

8 کۀ داسې لانجې وى چې د هغې فېصله کول د هغه ځائ د قاضيانو دپاره ګران وى، لکه د جائيداد حقُونو يا د چا د زخمى کېدلو لانجې يا چې په قصد سره يا په غلطۍ سره د قتل په مينځ کښې فرق کول وى، نو چې داسې وشى، نو د عبادت هغه يو ځائ ته لاړ شئ چې مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک خوښ کړے وى،

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




ګردان 17:8
28 Iomraidhean Croise  

هغه به وختى پاڅېدو او لا به ړو او د ښار د دروازې سره به په لاره کښې ودرېدو. کله به هم چې څوک د يوې لانجې سره هلته راغلو چې هغۀ به غوښتل چې بادشاه لانجه هواره کړى، نو ابى‌سلوم به هغه راوغوښتو او تپوس به يې ترې نه وکړو چې هغه د کوم ځائ دے. نو هغه سړى به ورته ووئيل چې زۀ د بنى اِسرائيلو د يوې قبيلې نه يم،


د اِضهار په ډله کښې کنعنياه او د هغۀ زامنو ته د مالِک خُدائ د کور نه علاوه ذمه وارۍ حواله شوې وې: هغوئ به حِساب کِتاب ساتلو او د بنى اِسرائيلو لانجې به يې هوارولې.


موسىٰ خپل سخر ته وفرمائيل، ”زۀ به خامخا داسې کوم ځکه چې خلق د خُدائ پاک رضا معلومولو دپاره ما له راځى.


هغوئ به په پخه توګه د قاضيانو په شان د خلقو خِدمت کولو، هغوئ به ټولې سختې لانجې موسىٰ له راوړې خو وړې لانجې به هغوئ په خپله فېصله کولې.


کۀ يو کس خپله وينځه يا خپل غلام په کوتک ووهى او هغه هم په هغه ځائ مړ شى، نو مالِک له به يې خامخا سزا ورکولے شى.


کۀ څۀ کسان په جګړه وى او يوه اُميدواره ښځه ووهى او چې د هغې اولاد وغورزيږى، خو بل ځائ يې زخمى نۀ وى، نو چا چې هغه وهلى وى هغه به دومره جرمانه کيږى چې څومره جرمانه د هغې ښځې خاوند غواړى او چې قاضيان ووائى چې دا جرمانه صحيح ده.


کۀ يو غوَيے څوک په ښکر ووهى او هغه مړ شى، نو هغه غوَيے به خامخا سنګسارولے شى او د دې غوښه به نۀ شى خوړلے، خو د غوَيى مالِک خلاص دے.


هغۀ چې څۀ پټ کړى وى نو خامخا به د هغې تاوان ورکوى. کۀ هغه هيڅ هم نۀ لرى، نو هغۀ چې څۀ پټ کړى وى د هغې په تاوان کښې به هغه د غلام په توګه خرڅولے شى. چې کوم ځناور يې پټ کړى وى، کۀ هغه غوا، خر او يا ګډه وى او د هغۀ سره ژوندے وموندے شى نو هغه به د دې يو په دوه ورکوى. کۀ يو غل د يو کور کنډر کولو په وخت د شپې ونيولے شى او د وهلو په وجه مړ شى، چا چې هغه وژلے وى نو هغه به د دې خُون ذمه وار نۀ وى. خو کۀ دا کار د ورځې شوے وى، نو هغه به د دې خُون ذمه وار وى.


خو کۀ غل ونۀ نيولے شى، نو د چا سره چې امانت پروت وو هغه به خامخا د قاضيانو په مخکښې حاضر شى او هلته به قسم وکړى چې دغه پردے مال دۀ پخپله نۀ دے پټ کړے.


په هره لانجه کښې دې اِمامان د قاضى فرائض ادا کړى او دا دې زما د حکمونو په مطابق فېصله کړى. هغوئ دې زما د ټولو مقرر شوو اخترونو دپاره زما په قانون او اصُول باندې عمل وکړى، او هغوئ دې زما د سبت ورځ مقدسه وساتى.


”مالِک خُدائ ربُ الافواج وفرمائيل چې، اِمامانو نه تپوس وکړئ چې شريعت په دې حقله څۀ فرمائى.


د اِمام د خولې دا فرض دى چې صحيح تعليم خور کړى، او د هغۀ د خولې نه دې خلق د شريعت لټون وکړى، ځکه چې هغه د مالِک خُدائ ربُ الافواج پېغام رسوونکے دے.


نو تاسو به د پناه ښارونه خوښ کړئ چې يو سړے په غلطۍ سره څوک مړ کړى نو چې هلته تښتېدلے شى.


خو، کۀ څوک د وسلې، کاڼى، يا د لرګى سره څوک ووژنى، نو هغه قاتِل دے، وبه وژلے شى.


په فېصلو کښې د چا طرفدارى مۀ کوئ، د هر چا سره يو شان اِنصاف کوئ، دې خبرې ته مۀ ګورئ چې هغه مالدار دے او کۀ غريب. د هيچا نه مۀ يرېږئ، ځکه چې کومې فېصلې تاسو کوئ هغه د خُدائ پاک د طرف نه وى. کۀ يوه لانجه ستاسو دپاره ډېره مشکله وى نو ما له يې راوړئ چې زۀ يې هواره کړم.


مالِک خُدائ به يو ځائ خوښ کړى چرته به چې د هغۀ عبادت کيږى او هلته به تاسو هغۀ له هغه هر څۀ راوړئ چې ما يې حُکم درکړے دے، يعنې خپلې سوزېدونکې نذرانې او خپلې نورې قربانۍ، ستاسو لسمه حِصه او منښتې او هغه خاص نذرانې چې تاسو د مالِک خُدائ سره د هغې وعده کړې وى.


تاسو به خپلې نذرانې صِرف په هغه يو ځائ کښې پېش کوئ چې مالِک خُدائ به يې ستاسو د يوې قبيلې په علاقه کښې خوښ کړى. صِرف هلته به تاسو خپلې سوزېدونکې نذرانې او نور هغه ټول کارونه کوئ چې ما يې تاسو له حُکم درکړے دے.


خو مالِک خُدائ به د ستاسو ټولو قبيلو د علاقې نه يو ځائ خوښ کړى، هلته به خلق د هغۀ حضور ته راځى او د هغۀ عبادت به کوى.


نو دواړه به د عبادت هغه يو ځائ ته ځى او د هغه وخت مقرر شوى قاضيان او اِمامان به د هغوئ فېصله وکړى.


کۀ څوک يو کس په غلطۍ سره ووژنى چې هغه يې دشمن نۀ وى، نو هغه د دې ښارونو نه يو ښار ته تښتېدلے شى چې بچ شى.


د ليوى قبيلې اِمامان به هم هلته لاړ شى، ځکه چې هغوئ به هره هغه لانجه فېصله کوى چې د ظلم او زياتى سره يې تعلق وى. مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک هغوئ د خپل خِدمت دپاره خوښ کړى دى او چې د هغۀ په نوم برکتونه وغواړى.


فرض کړئ چې دوه کسان د يوې لانجې هوارولو دپاره عدالت ته لاړ شى او قاضيان فېصله وکړى چې يو په حقه دے او بل په ناحقه دے.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan