Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




ګردان 17:6 - Pakistani Yousafzai Pashto

6 په هغه وخت کښې به هغه وژلے شى چې دوه يا د دوو نه زيات ګواهان د هغۀ خِلاف ګواهى ورکړى، خو کۀ صِرف يو ګواه وى نو هغه به نۀ شى وژلے.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




ګردان 17:6
8 Iomraidhean Croise  

چې په چا باندې د قتل اِلزام وى نو هغه به صِرف په هغه وخت مجرم ګڼلے شى او مړ کولے به شى چې په هغۀ باندې دوه کسان يا دوو نه زيات ګواهان ګواهى ورکړى، د يو کس ګواهى د قتل د اِلزام ثابِتولو دپاره کافى نۀ ده.


خو کۀ هغه ستاسو خبره وانۀ ورى نو بيا يو يا دوه کسان نور د ځان سره ملګرى کړئ د دې دپاره چې هره خبره د دوو يا د درېو ګواهانو په وړاندې ثابته کړے شى.


”ولې شريعت مونږ ته دا اجازت راکوى څۀ چې ترڅو د يو کس بيان په خپله وانۀ ورُو او هغۀ ته د خبرو موقع ورنۀ کړُو نو ولې هغه مونږ مجرم کولے شُو څۀ؟“


دا درېم ځل دے چې زۀ تاسو ته درځم، د دې دپاره چې د هر اِلزام دپاره د دوو يا درېو ګواهانو ضرورت به وى چې هغه پرې مجرم ثابت کړے شى.


د يو سړى مجرم ثابِتولو دپاره به يو ګواه کافى نۀ وى، بلکې د هغۀ مجرم ثابِتولو دپاره به د دوو يا درېو ګواهانو پېش کول لازمى وى.


کوم اِلزام چې د يو مشر په خِلاف وشى نو هغه د دوو يا د درېو ګواهانو د ګواهۍ نه بغېر مۀ منه.


هر څوک هم چې د موسىٰ شريعت نۀ منى هغه به د دوو يا درېو ګواهانو په ګواهۍ بغېر د څۀ رحم نه هلاک کړے شى،


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan