4 نو کۀ داسې يو خبر واورئ، نو د هغې پوره پته ولګوئ. کۀ دا رښتيا وى چې په بنى اِسرائيلو کښې داسې ګنده کار شوے وى،
دا د خُدائ پاک شان دے چې يوه معامله په راز کښې ساتى، خو د يوې مسئلې ښکاره کول د بادشاه عزت څرګندوى.
”ولې شريعت مونږ ته دا اجازت راکوى څۀ چې ترڅو د يو کس بيان په خپله وانۀ ورُو او هغۀ ته د خبرو موقع ورنۀ کړُو نو ولې هغه مونږ مجرم کولے شُو څۀ؟“
نو بيا د هغه ښار ټول خلق او د هغوئ ټول ځناور هم ووژنئ. هغه ښار پوره تباه کړئ.
چې هغوئ د نورو معبودانو، د نمر، سپوږمۍ، يا د ستورو عبادت او خِدمت يې کړے وى او د مالِک خُدائ د حُکم مخالفت يې کړے وى،
نو هغه کس د ښار نه بهر بوځئ او سنګسار يې کړئ.
قاضيان به د دې معاملې پوره معلومات وکړى، او کۀ چا په خپل اِسرائيلى باندې د دروغو اِلزام لګولے وى،
خو کۀ دا خبره رښتيا وى او دا ثبوت نۀ وى چې هغه پېغله پاتې شوې وه،