Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




ګردان 17:2 - Pakistani Yousafzai Pashto

2 کۀ تاسو واورئ چې ستاسو په يو ښار کښې څۀ سړو يا ښځو د مالِک خُدائ خِلاف ګناه کړې ده او د هغۀ سره کړے لوظ يې مات کړے دے

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




ګردان 17:2
26 Iomraidhean Croise  

د سامريه زوال ځکه وشو چې د اِسرائيل خلق د مالِک خُدائ د خپل خُدائ پاک تابعدارى نۀ کوله او هغۀ سره يې کړے لوظ مات کړو او د هغه ټول قانون نافرمانى يې وکړه چې خپل خِدمت کوونکى موسىٰ له يې ورکړے وو. هغوئ به نۀ ورته غوږ نيولو او نۀ به يې پرې عمل کولو.


هغۀ د غېرو قومونو د عبادت ځايونه بيا جوړ کړل کوم چې د هغۀ پلار حزقياه تباه کړى وُو، هغۀ د بعل د عبادت دپاره قربان‌ګاه جوړې کړې او د اِسرائيل بادشاه اخى‌اب په شان د اشيرې بُت نښه يې جوړه کړه. منسى د ستورو عبادت هم کولو.


دا به يو غلطى وے او قاضيانو به د دې په وجه سزا راکړے وے، ځکه چې زۀ به د خُدائ تعالىٰ مجرم وے.


هغه کس به خامخا وژلے شى کوم چې د ځناور سره زنا وکړى.


څوک چې د مالِک خُدائ نه بغېر بل خُدائ ته قربانى پېش کوى هغه دې هلاک کړے شى.


دا به د هغه لوظ په شان نۀ وى کوم چې ما د هغوئ د پلار نيکۀ سره کړے وو کله چې ما هغوئ د لاس نه ونيول او د مِصر نه مې بهر وويستل، ځکه چې هغوئ ما سره کړے لوظ مات کړو، کۀ څۀ هم چې زما مثال هغوئ ته د وفادار خاوند په شان وو. مالِک خُدائ داسې فرمائى.


ځکه چې تاسو ما سره د لوظ شرائط مات کړل نو زۀ به تاسو هم دوه ځايه کړم لکه څنګه چې تاسو سخى دوه ځايه کړى وُو او د هغې په مينځ کښې تېر شوئ.


زۀ به تا ته د هغه ښځو سزا درکړم چا چې زنا کړې ده او چا چې وينه تويه کړې ده، زۀ به تا نه په خپل غېرت او قهر او غضب کښې د قتل کولو بدله واخلم.


خو په آدم نومې ښار کښې تاسو لوظ مات کړو او هلته مو ما سره بې‌وفائى وکړه.


”د خبردارى دپاره بيګل وغږوئ. دشمنان د ټپوس په شان د مالِک خُدائ په کور راغوټه کيږى، ځکه چې هغوئ ما سره لوظ مات کړے دے او زما د شريعت خِلاف‌ورزى يې کړې ده.


”اِسرائيلو ته ووايه، کۀ ستاسو يو خپل کس يا يو مسافر چې ستاسو سره اوسيږى هغه د خپلو ماشومانو نه يو ماشوم مولک بُت ته پېش کړى نو ټول قوم به هغه سنګسار کړى او مړ به يې کړى.


کۀ تاسو زما د حُکمونو منلو نه اِنکار وکړئ او زما د حُکمونو نه کرکه وکړئ او زما لوظ مات کړئ،


زۀ به په تاسو يو جنګ راولم، زما د لوظ د ماتولو سزا به درکړم او کۀ تاسو په خپلو ښارونو کښې د امن دپاره راغونډ شئ، نو زۀ به په تاسو لا علاجه بيمارۍ راولېږم او تاسو به زۀ ستاسو دشمنانو ته حواله کړم نو هغوئ به په تاسو حکومت وکړى.


نو هغه کس د ښار نه بهر بوځئ او سنګسار يې کړئ.


پام کوئ چې يو سړے، ښځه، خاندان او يوه قبيله هم د مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک نه وانۀ وړى کوم چې نن دلته حاضر يئ چې تاسو د نورو قومونو د معبودانو عبادت وکړئ. دا به د يوې داسې جرړې په شان وى چې يو ترخه او زهرژنه مېوه ترې نه جوړه شى.


نو د هغې جواب به دا وى چې، ”د مِصر نه راويستلو په وخت چې خُدائ پاک د هغوئ پلار نيکۀ کوم لوظ کړے وو، نو د مالِک خُدائ خلقو هغه مات کړے دے.


زۀ به هغوئ هغه مُلک ته بوځم چې زرخېز او آباد دے، لکه څنګه چې ما د هغوئ د پلار نيکۀ سره وعده کړې ده. هغوئ چې څومره خوراک غواړى نو هلته به ورته ملاويږى او هغوئ به په آرام سره ژوند تېروى. خو هغوئ به واوړى او د نورو معبودانو عبادت به وکړى. زما نه به هغوئ منکر شى او زما لوظ به مات کړى،


پام کوئ. مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک چې تاسو سره کوم لوظ کړے دے هغه مۀ هېروئ. د هغۀ حُکم منئ چې يو قِسم بُت هم مۀ جوړَوئ


هر څوک هم چې د موسىٰ شريعت نۀ منى هغه به د دوو يا درېو ګواهانو په ګواهۍ بغېر د څۀ رحم نه هلاک کړے شى،


کۀ تاسو هغه لوظ مات کړئ چې مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک د هغې سر ته رسولو حُکم درکړے دے او تاسو د نورو معبودانو خِدمت او عبادت وکړئ، نو بيا به هغه په خپله غصه کښې تاسو له سزا درکړى، نو ډېر زر به ستاسو يو کس هم په دې ښۀ مُلک کښې پاتې نۀ شى چې کوم هغۀ درکړے دے.“


بنى اِسرائيلو ګناه کړې ده. هغوئ زما سره هغه لوظ مات کړے دے چې ما ورته حُکم کړے وو چې دوئ به يې نۀ ماتوى. هغوئ د هغه څيزونو نه څۀ اخستى دى چې کوم وقف کولے شول. هغوئ هغه پټ کړل، د هغې په حقله يې دروغ ووئيل او د خپل سامان سره يې کېښودل.


څوک چې په نښه کړے شو او حرام څيزونه ورسره پېدا شول نو هغه به په اور باندې د خپل خاندان او د خپل هر څيز سره سوزولے شى. ځکه چې هغوئ بنى اِسرائيل سخت شرمولى دى او زما لوظ يې مات کړے دے.“


نو مالِک خُدائ به بنى اِسرائيلو ته سخت په قهر شو او وبه يې فرمائيل، ”دې نسل هغه لوظ مات کړے دے چې ما يې د دوئ پلار نيکۀ له د پوره کولو حُکم ورکړے وو. ځکه چې دوئ زما نافرمانى کړې ده،


خو يوآس هغه ټولو ته ووئيل چا يې چې مخالفت کولو، ”تاسو د بعل صفائى کوئ څۀ؟ تاسو د هغۀ دپاره بحث کوئ؟ هر څوک چې د هغۀ صفائى کوى نو هغه به د سحر نه مخکښې ووژلے شى. کۀ بعل خُدائ وى، نو هغه دې خپل ځان بچ کړى. دا د هغۀ قربان‌ګاه وه چې تباه کړے شوه.“


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan