Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




ګردان 17:19 - Pakistani Yousafzai Pashto

19 هغه به دا کِتاب د ځان سره نزدې ساتى او ټول عُمر به يې وائى، چې د مالِک خُدائ نه يرېدل زده کړى او په وفادارۍ سره به په هغه هر څۀ باندې عمل کوى چې په دې کِتاب کښې يې حُکم راغلے دے.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




ګردان 17:19
11 Iomraidhean Croise  

او هغۀ ووئيل، ”ما سره دلته يو کِتاب دے چې خِلقياه راکړے دے.“ او بادشاه ته يې دا ولوستلو.


خو په قانون د مالِک خُدائ چې خوشحاليږى، شپه او ورځ چې د هغۀ په شريعت غور کوى.


تاسو په غور صحيفې لټوئ ځکه چې تاسو سوچ کوئ چې په دې کښې به ستاسو د تل ژوندون وى خو دا صحيفې هم زما په حقله ګواهى ورکوى.


دا حُکمونه ياد ساتئ او په ذهن کښې يې وساتئ. دا په خپلو مټو او خپلو تندو باندې وتړئ چې ستاسو دپاره د يادېدو د يوې نښې په شان وى.


چې تاسو د سينا په غرۀ باندې د مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک په حضور کښې ولاړ وئ، کله چې هغۀ ما ته وفرمائيل چې، خلق راغونډ کړه. زۀ غواړم چې د هغوئ سره خبرې وکړم، نو چې تر کومې پورې هغوئ ژوندى وى نو زما فرمانبردارى به زده کوى او خپلو بچو ته به ښائى چې هم دغسې کوى.


پام کوئ. او دا خبره يقينى کړئ چې تر کومې پورې تاسو ژوندى يئ نو څۀ چې مو په خپلو سترګو ليدلى دى هغه مۀ هېروئ. خپل بچى او نمسى د هغه ورځې نه خبر کړئ،


موسىٰ ټول اِسرائيليان راغونډ کړل او هغوئ ته يې وفرمائيل، ”اے بنى اِسرائيلو. دې قانون ته غوږ ونيسئ کوم چې نن زۀ تاسو له درکوم. دا زده کړئ او وګورئ چې خامخا به ورباندې عمل وکړئ.


ستاسو په خولۀ دې د شريعت دا کِتاب خبرې همېشه وى. شپه او ورځ په دې غور کوئ. او چې په دې کښې څۀ ليکلى دى نو په هغې ښۀ عمل کوئ. نو تاسو به کامياب يئ.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan