Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




ګردان 17:18 - Pakistani Yousafzai Pashto

18 کله چې هغه د بادشاهۍ په تخت کښېنى، نو هغه به د خپل ځان دپاره د دې قانون يو نقل وليکى، دا کار به د ليوى قبيلې د اِمامانو په وړاندې کيږى.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




ګردان 17:18
7 Iomraidhean Croise  

او هغه څۀ کوه چې مالِک خُدائ ستا خُدائ پاک يې حُکم درکوى. او د هغۀ ټول قانون او حُکمونه منه، لکه څنګه چې د موسىٰ په شريعت کښې ليکلے شوى دى، بيا چې چرته هم ځې نو په هر کار کښې به کامياب يې.


بيا يهويدع يوآس بهر بوتلو، تاج يې ورپه سر کړو او د بادشاهۍ کولو د قانون يو نقل يې ورله ورکړو. نو يوآس مقرر کړے شو او اِعلان وشو چې هغه بادشاه دے. خلقو لاسونه وپړقول او چغه يې ووهله، ”بادشاه زنده‌باد.“


سافن منشى خِلقياه ته د بادشاه حُکم ورسولو او خِلقياه هغۀ ته ووئيل چې هغۀ د مالِک خُدائ په کور کښې د تورات کِتاب موندلے دے. خِلقياه کِتاب ورکړو او سافن ولوستلو.


هغۀ سافن منشى ته وفرمائيل، ”ما دلته د مالِک خُدائ په کور کښې د شريعت کِتاب موندلے دے.“ هغۀ سافن له کِتاب ورکړو،


نو موسىٰ د خُدائ پاک قانون وليکلو او دا يې هغه ليوى اِمامانو، کومو چې د مالِک خُدائ د لوظ صندوق وړلو او د بنى اِسرائيلو مشرانو له يې ورکړو.


ستاسو په خولۀ دې د شريعت دا کِتاب خبرې همېشه وى. شپه او ورځ په دې غور کوئ. او چې په دې کښې څۀ ليکلى دى نو په هغې ښۀ عمل کوئ. نو تاسو به کامياب يئ.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan