17 د بادشاه دې ډېرې ښځې نۀ وى، ځکه چې دا به هغه د مالِک خُدائ نه واړوى، او هغه دې خپل ځان په سپينو زرو يا سرو زرو نۀ مالداره کوى.
په دې وجه به سړے خپل مور پلار پرېږدى او د خپلې ښځې سره به يو ځائ شى، او دواړه به يو بدن شى.
مالِک خُدائ تا ته فرمائى چې زۀ به ستا د خپل خاندان نه څوک د دې سبب وګرځوم چې په تا مصيبت راولى. تۀ به خپلو سترګو ګورې چې زۀ به ستا نه ښځې بوځم او بل سړى له به يې ورکوم، او هغه به په رڼا ورځ ورسره څملى.
د حبرون نه يروشلم ته تلو نه پس، داؤد نورې وينځې او ښځې وکړې او نور زامن او لوڼه يې پېدا شول.
د سليمان د څښلو ټولې پيالۍ د سرو زرو نه جوړې وې او د لبنان د ځنګل په دربار کښې ټول لوښى د سوچه سرو زرو وُو. سپين زر په کښې بېخى نۀ وُو استعمال شوى، ځکه چې د سليمان په وخت کښې دا قيمتى نۀ شو ګڼلے.
د هغۀ په بادشاهۍ کښې سپين زر په يروشلم کښې د کاڼو په شان عام وُو او دِيار د يهوداه غرونو په لمن کښې د چِنار په شان ډېر تېر وُو.
هلته په يروشلم کښې داؤد نورې ښځې وادۀ کړې او نور زامن او لوڼه يې پېدا شوې.
د هغۀ د بادشاهۍ په دوران کښې سپين زر او سرۀ زر په يروشلم کښې د کاڼو په شان عام شول او دِيار دومره زيات وُو لکه چې د غرونو په لمنو کښې بېشمېره چنارونه وى.
د رحُبعام ټولې اتلس ښځې او شپېتۀ وينځې وې او هغه د اتۀويشتو زامنو او شپېتو لوڼو پلار وو. هغۀ د خپلو ټولو ښځو او د وينځو نه د معکه سره زياته مينه کوله،
ما ورته ووئيل، ”سليمان د پردى مُلک د ښځو په وجه ګناه وکړه. هغه داسې سړے وو چې هغه د نورو قومونو د هر يو بادشاه نه لوئ وو. خُدائ پاک د هغۀ سره مينه کوله او هغه يې د بنى اِسرائيلو په ټول مُلک باندې بادشاه جوړ کړے وو، خو بيا هم هغه د پردى مُلک ښځو په ګناه باندې اخته کړو.
چې په ظلم زياتى يقين ونۀ کړئ، او نۀ د غلا د مال اسرا وکړئ. ولې چې ځان ورپورې ونۀ تړئ، هر څومره چې دولت ستا زياتيږى.
خپل د ځوانۍ طاقت دې په ښځو مۀ ختموه او خپل مال په هغوئ مۀ خرچ کوه، ښځو بادشاهان تباه کړى دى.
آيا مالِک خُدائ تاسو دواړه يو نۀ کړئ؟ تاسو په زړۀ او ځان د هغۀ يئ. او خُدائ د دې نه څۀ غواړى؟ ځکه چې هغه نېک اولاد غواړى. نو د خپل زړۀ خيال ساته، او خپلې د ځوانۍ د ښځې سره ټګى مۀ کوه.
په غنو کښې د پرېوتلى تخم مِثال د هغه چا دے څوک چې کلام واورى خو دُنيادارى او د دولت مينه په دۀ غالبه شى او کلام بېمېوې پاتې شى.
په دې وجه به سړے خپل مور پلار پرېږدى او د خپلې ښځې سره به يو ځائ شى، او دا دواړه به يو بدن شى.
بيا هغۀ خلقو ته وفرمائيل، ”خبردار شئ. د هر قِسم حرص نه ځان ساتئ ځکه چې د بنى آدم ژوند په ډېر مال دولت پورې تړلے نۀ دے.“
او څوک چې د دې موجوده زمانې دولتمند دى هغوئ ته حُکم ورکړه چې مغرور کيږى دې نه، او نۀ دې په نا اعتباره مال څۀ اُميد کوى، بلکې په خُدائ پاک دې اُميد ساتى څوک چې د خوشحالۍ دپاره مونږ له ټول څيزونه ډېر زيات راکوى.
خو څوک چې مالداره کېدل غواړى نو هغوئ په آزمېښتونو او د ډېرو نورو عبثو نقصانى خواهشونو په دام کښې راګېر شى کوم چې خلق د تباهۍ او هلاکت په درياب کښې غرقوى.