Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




ګردان 17:14 - Pakistani Yousafzai Pashto

14 کله چې تاسو هغه مُلک ونيسئ چې مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک يې تاسو له درکوى او تاسو هلته اوسېږئ، نو تاسو به ووايئ چې ستاسو نه ګېرچاپېره قومونو په شان تاسو ته هم د يو بادشاه ضرورت دے.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




ګردان 17:14
17 Iomraidhean Croise  

او د هغه کورونو په حقله دا اصُول يې ورته وښودل چې خورېدونکى پشم په حقله وى. (دا اصُول د بنى اِسرائيلو دپاره وُو چې کله هغوئ د کنعان مُلک ته ننوتلى وے نو د هغې نه پس به پرې عمل کېدلے، کوم مُلک چې مالِک خُدائ هغوئ له ورکولو چې خپل يې شى.) کۀ چا ته پته ولګى چې مالِک خُدائ د هغۀ په کور پشم راوستے دے، نو هغه به خامخا ځى او د دې په حقله به اِمام ته وائى.


هغه مُلک قبضه کړئ او په هغې کښې اوسېږئ، ځکه چې زۀ هغه تاسو له درکوم.


زر به تاسو د اُردن سيند نه واوړئ او هغه مُلک به قبضه کړئ چې مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک يې تاسو له درکوى. کله چې هغه مُلک ونيسئ او په کښې اوسېږئ،


کله چې تاسو هغه مُلک ته ورننوځئ چې مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک يې تاسو له درکوى، نو چې هلته کوم قومونه دى د هغوئ په غلطو رِواجونو پسې مۀ ځئ.


د هغې نه وروستو چې کله تاسو هغه مُلک قبضه کړئ چې مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک يې تاسو له درکوى او هلته اوسېږئ،


هغۀ مونږ دلته راوستلو او دا مُلک يې راکړو، هغه مُلک چې زرخېز او آباد دے.


مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک به تاسو هغه مُلک ته وردننه کړى چې د کوم قبضه کولو له ورروان يئ او هغه به د دې نه ډېر قومونه وشړى. کله چې تاسو مخ په وړاندې ځئ، نو هغه به اووۀ قومونه وشړى کوم چې ستاسو نه لوئ او طاقتور دى. هغوئ حِتيان، جرجاسيان، اموريان، کنعانيان، فرزيان، حِويان او يبوسيان دى.


”هغه څۀ مۀ هېروئ چې د مالِک خُدائ خِدمت کوونکى موسىٰ تاسو ته فرمائيلى وُو چې، ”مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک به تاسو له د آرام ځائ درکړى او هغه به تاسو له دا زمکه درکړى.“


نو مالِک خُدائ بنى اِسرائيلو له هغه ټول مُلک ورکړو د کوم يې چې د هغوئ پلار نيکۀ سره د ورکولو لوظ کړے وو. کله چې بنى اِسرائيلو دا مُلک قبضه کړو، نو هغوئ هلته په هغه مُلک کښې دېره شول.


زۀ ستاسو خُدائ پاک يم، هغه څوک چې تاسو د ټولو تکليفونو او سختو نه بچ کوى، خو تاسو نن زۀ رد کړے يم او بادشاه مو رانه غوښتے دے. ډېره ښۀ ده، نو د مالِک خُدائ په وړاندې ډله په ډله او قبيله په قبيله راغونډ شئ.“


سموئيل خلقو ته د بادشاه حقُونه او ذمه وارۍ بيان کړې او بيا يې په يو کِتاب کښې وليکلې او کِتاب يې د مالِک خُدائ په حضور کښې کېښودو. بيا هغۀ ټول خلق کورونو ته ولېږل.


او هغوئ سموئيل ته ووئيل، ”مالِک خُدائ خپل خُدائ پاک ته زمونږ دپاره سوال وکړه، نو داسې به مونږ نۀ مړۀ کيږُو. اوس مونږ ته دا پته لګېدلې ده چې د نورو ټولو ګناهونو نه علاوه مونږ دا ګناه هم کړې ده چې يو بادشاه مو غوښتے دے.“


يَسى قربانۍ له راوغواړه او زۀ به تا ته ووايم چې څۀ به کوې. زۀ چې کوم سړے درته ښايم نو د نښې په طور به تۀ د هغۀ سر په تېلو غوړ کړې چې بادشاه جوړ شى.“


سموئيل ورته وفرمائيل، ”ستاسو بادشاه به تاسو سره داسې سلوک کوى، هغه به ستاسو زامنو نه فوجيان جوړ کړى، څۀ به د هغۀ د جنګى ګاډو خِدمت کوى، څۀ به د هغۀ د آسونو والا وى او څۀ به د هغۀ د ګاډو نه مخکښې منډې وهى.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan