Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




ګردان 17:1 - Pakistani Yousafzai Pashto

1 مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک ته داسې يو څاروے يا ګډ هم مۀ قربانى کوئ چې څۀ عېب په کښې وى، مالِک خُدائ د دې کار نه نفرت کوى.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




ګردان 17:1
19 Iomraidhean Croise  

بيا اووۀ نورې غواګانې راوختلې چې نرۍ او کمزورې وې. ما په مِصر کښې دومره ډېرې بې‌کاره غواګانې چرته هم نۀ دى ليدلې.


تاسو به يو ګډُورے يا د چېلۍ بچے خوښ کړئ، خو دا دې خامخا د يو کال نر وى چې هيڅ عېب په کښې نۀ وى.


مالِک خُدائ د تلې د غلط استعمال نه نفرت کوى، خو هغه په صحيح ناپ تول خوشحاليږى.


مالِک خُدائ د بدکارانو د قربانۍ نه نفرت کوى، خو د نېکانو دُعا هغه خوشحالوى.


د غلط تول او غلط ناپ دواړو نه مالِک خُدائ نفرت کوى.


شپږ څيزونه دى چې مالِک خُدائ ترې نه نفرت کوى بلکې اووۀ څيزونه دى چې مالِک خُدائ هغه نۀ شى برداشت کولے،


کۀ هغه خپل څاروے د سوزېدونکې نذرانې په توګه پېش کوى، نو هغه دې د رمې نه يو نر څاروے راولى چې هيڅ عېب په کښې نۀ وى. هغه دې دا د مالِک خُدائ د حضور مقدسې خېمې د دروازې په خولۀ کښې حاضر کړى، نو مالِک خُدائ به دا قبول کړى.


کله چې تاسو ړاندۀ څاروى د قربانۍ دپاره راولئ، آيا دا غلط کار نۀ دے؟ کله چې تاسو ګوډ يا بيمار څاروى قربانى کوئ، آيا دا غلط کار نۀ دے څۀ؟ کۀ تاسو دا کوشش وکړئ چې دا خپل حکمران ته پېش کړئ، آيا هغه به تاسو نه خوشحاله شى څۀ؟ آيا هغه به تاسو قبول کړى؟“ مالِک خُدائ ربُ الافواج فرمائى.


مالِک خُدائ ته يوه سوزېدونکې نذرانه پېش کوئ، د دې خوشبو په هغۀ باندې ښۀ لګى، يو سخے، يو ګډ، اووۀ يو کلن ګډُورى، چې په يو کښې هم هيڅ عېب نۀ وى.


خو کۀ په يو ځناور کښې څۀ عېب وى، کۀ هغه ګوډ وى، ړوند يا څۀ بل غټ نقص په کښې وى، نو تاسو به هغه مالِک خُدائ خپل خُدائ پاک ته نۀ قربانى کوئ.


د کنجر سړى يا د کنجرې ښځې ګټلے شوې پېسې به هم د يوې منښتې پوره کولو دپاره د مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک کور ته نۀ شى راوړلے. مالِک خُدائ د عبادتخانې د کنجرانو نه نفرت کوى.


نو په دواړو حالاتونو کښې به د هغې وړومبے خاوند هغه ښځه دوباره نۀ وادۀ کوى، هغه به يې ناپاکه ګڼى. کۀ دوباره وادۀ يې ورسره وکړو نو مالِک خُدائ به د دې کار نه نفرت کوى. تاسو به هغه مُلک په داسې خرابه ګناه نۀ پليتوئ چې مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک يې تاسو له درکوى چې ستاسو خپل شى.


مالِک خُدائ د هغه خلقو نه کرکه کوى چې څوک داسې دوکه مار کارونه کوى.


د هغوئ بُتان وسوزوئ. په دې باندې چې کوم سپين زر يا سرۀ زر لګېدلى وى، د هغې خواهش مۀ کوئ، هغه ترې نه د خپلو ځانونو دپاره مۀ اخلئ. ګنې دا به ستاسو دپاره يو دام جوړ شى، ځکه چې مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک د بُت پرستۍ نه نفرت کوى.


نو د مسيح په وينه به لا نور څومره پاک شى، چا چې د ابدى روح په وسيله خپل ځان خُدائ پاک ته د بې‌عېبه قربانۍ په طور پېش کړو، چې هغه زمونږ ضمير شرارت اميز عملونو نه پاک کړى او چې مونږ د ژوندى خُدائ پاک عبادت وکړُو.


بلکې د مسيح قيمتى وينه وه. هم هغه لکه د روغ رمټ او بې‌داغه ګډُورى په شان قربان شو.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan