8 ورپسې شپږ ورځې به تاسو پتيره روټۍ خورئ او په اوومه ورځ د مالِک خُدائ خپل خُدائ پاک د عبادت دپاره راغونډ شئ او په هغه ورځ کار مۀ کوئ.
هغوئ اووۀ ورځې د قربانګاه د وقف کولو دپاره او اووۀ نورې ورځې د اختر دپاره تېرې کړې. په آخرى ورځ هغوئ يو آخرى تقريب وکړو،
د اختر د وړومبۍ ورځې نه واخله تر آخرى ورځې پورې هغوئ هره ورځ د خُدائ پاک د شريعت يوه حِصه لوستله. هغوئ اووۀ ورځې دا اختر وکړو او په اتمه ورځ د اختر د ختمېدو اجتماع وشوه، هم هغه شان لکه څنګه چې په شريعت کښې لازمى شوى وُو.
د مقدسې روژې نيولو اعلان وکړئ، او د خلقو مقدسه اجتماع راوغواړئ. مشران او د مُلک ټول خلق د مالِک خُدائ د خپل خُدائ پاک کور ته راوغواړئ او مالِک خُدائ ته وژاړئ.
اووۀ ورځې تاسو هره ورځ يوه په اور تيارېدونکې نذرانه پېش کوئ. په اتمه ورځ بيا د عبادت دپاره راغونډ شئ او په اور تيارېدونکې نذرانه پېش کړئ. دا د عبادت ورځ ده او چې هيڅ کار په کښې ونۀ کړئ.
په اوومه ورځ د عبادت دپاره رايوځائ کېږئ او کار مۀ کوئ.