20 همېشه عدل او اِنصاف کوونکى اوسئ، نو چې هغه مُلک قبضه کړئ چې مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک يې تاسو له درکوى او هلته اوسېږئ.
رښتينے صادق سړے به ژوندے پاتې شى، خو هغوئ څوک چې شرارت کوى نو خپل مرګ ته روان دى.
کۀ يو صادق سړے هغه څۀ کوى څۀ چې صحيح وى او د اِنصاف په مطابق وى.
هغه زما د قانون پيروى کوى او په وفادارۍ سره زما قانون منى، هم دا کس صادق دے هغه به په يقين سره ژوندے پاتې شى، مالِک قادر مطلق خُدائ فرمائى.
هغۀ تاسو ته ووئيل، اے انسانه، چې ښېګړه څۀ ته وائى، او مالِک خُدائ درنه څۀ غواړى، يعنې چې اِنصاف کوئ او د رحم سره مينه کوئ او د خپل مالِک خُدائ سره په عاجزۍ سره تلل کوئ.
موسىٰ د هغه صداقت په حقله ليکلى دى کوم چې د شريعت نه راغلے دے چې، ”څوک چې په شريعت عمل کوى هغه به د دې په سبب پائى.“
کله چې تاسو مالِک خُدائ خپل خُدائ پاک دپاره يوه قربانګاه جوړَوئ، نو د هغې په څنګ کښې د لرګى د اشيرې بُت ستنه مۀ ودروئ.
بيا موسىٰ خلقو ته وفرمائيل، ”نو اوس به تاسو په هغه ټولو حُکمونو عمل کوئ کوم چې زۀ درته ښايم، نو تاسو به ژوندى پاتې شئ او هغه مُلک به قبضه کړئ چې مالِک خُدائ ستاسو د پلار نيکۀ خُدائ پاک يې تاسو له درکوى.
نو آخر دا چې، اے ګرانو وروڼو او خوېندو، څۀ چې رښتيا او د شرافت وى، څۀ چې حق او پاک وى، او څۀ چې زړۀ پورې وى، غرض دا څۀ چې اعلىٰ او د تعريف وى، په دې ټولو خبرو غور کوئ.