2 د مالِک خُدائ خپل خُدائ پاک د فسحې اختر د قربانۍ دپاره هلته خپل يو ګډ يا يو څاروے حلال کړئ کوم ځائ چې هغۀ د خپل نوم د درناوى دپاره خوښ کړے وى.
نو يوسياه بادشاه خلقو له حُکم ورکړو چې د مالِک خُدائ د هغوئ د خُدائ پاک په درناوى کښې د فسحې اختر وکړئ، لکه څنګه چې د لوظ په کِتاب کښې ليکلے شوى دى.
د فسحې د اختر دپاره يوسياه بادشاه خلقو له د خپلو څاروو او رَمو نه دېرش زره ګډان، ګډُورى او د چېلو بچى او درې زره غوَيى ورکړل.
”د دې مياشتې په څوارلسمه ورځ، د نمرپرېواتو په وخت، اِسرائيليان به د ټول قانون او اصُولو په مطابق د فسحې اختر کوى.“
د پتيرې روټۍ د اختر په اوله ورځ عيسىٰ له مريدان راغلل او وې وئيل چې، ”ستا کوم ځائ خوښ دے چې مونږ په کښې تا له د فسح خوراک تيار کړُو؟“
”تاسو خبر يئ چې دوه ورځې پس به د فسح اختر وى، او اِبن آدم به په سولۍ کولو ته وسپارلے شى.“
د پتيرې روټۍ د اختر په اوله ورځ چې هغوئ د فسح ګډورے قربانولو، د عيسىٰ مريدانو د هغۀ نه تپوس وکړو چې، ”ستا کوم ځائ خوښ دے چې مونږ په کښې تا له د فسح خوراک تيار کړُو؟“
هغۀ هغوئ ته وفرمائيل چې، ”زما دا ډېر ارمان وو چې د مصيبت زغملو نه وړاندې زۀ تاسو سره د فسح خوراک وکړم.
نو عيسىٰ بيا پطروس او يوحنا د دې هداياتو سره ولېږل چې، ”لاړ شئ او زمونږ دپاره د فسح خوراک تيار کړئ چې وې خورو.“
خپل ځان نه زړه خمبيره وباسئ، نو چې تاسو لکه د تازه پتيره اوړو په شان جوړ شئ ځکه چې په حقيقت کښې تاسو د خمبيره اوړو په شان نۀ يئ، نو تاسو پاک يئ، ځکه چې مسيح د فسح اختر ګډُورے، زمونږ دپاره قربان شوے دے.
مالِک خُدائ به يو ځائ خوښ کړى چرته به چې د هغۀ عبادت کيږى او هلته به تاسو هغۀ له هغه هر څۀ راوړئ چې ما يې حُکم درکړے دے، يعنې خپلې سوزېدونکې نذرانې او خپلې نورې قربانۍ، ستاسو لسمه حِصه او منښتې او هغه خاص نذرانې چې تاسو د مالِک خُدائ سره د هغې وعده کړې وى.
تاسو به خپلې نذرانې صِرف په هغه يو ځائ کښې پېش کوئ چې مالِک خُدائ به يې ستاسو د يوې قبيلې په علاقه کښې خوښ کړى. صِرف هلته به تاسو خپلې سوزېدونکې نذرانې او نور هغه ټول کارونه کوئ چې ما يې تاسو له حُکم درکړے دے.
تاسو او ستاسو بچى به، سره د ستاسو نوکرانو او د ليويانو چې ستاسو په ښارونو کښې اوسيږى، دا نذرانې به صِرف د مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک په حضور کښې خورئ، صِرف د عبادت په هغه يو ځائ کښې کوم چې مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک خوښ کړے وى. او تاسو به هلته په هغه هر څۀ باندې خوشحاله يئ کوم چې تاسو کړى وى.
خپلې نذرانې او هغه تُحفې چې تاسو يې د مالِک خُدائ سره وعده کړې وى د عبادت هغه يو ځائ ته راوړئ.
خو مالِک خُدائ به د ستاسو ټولو قبيلو د علاقې نه يو ځائ خوښ کړى، هلته به خلق د هغۀ حضور ته راځى او د هغۀ عبادت به کوى.
تاسو، او ستاسو خاندان به هر کال د عبادت په يو ځائ کښې د مالِک خُدائ په حضور کښې دا خورئ.
د ابيب په مياشت کښې د فسحې اختر کولو سره د مالِک خُدائ خپل خُدائ پاک درناوے کوئ، دا هغه مياشت وه چې مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک تاسو د مِصر نه د شپې راوويستلئ.
کله چې تاسو دا خوراک وخورئ، نو خمبيره شوې روټۍ به نۀ خورئ. اووۀ ورځې به تاسو پتيره روټۍ خورئ، هم هغه شان لکه څنګه چې تاسو د مِصر نه په تېزۍ سره راووتلئ. دا روټۍ خورئ او د دې نوم به د تکليفونو روټۍ وى، چې تر کومې پورې تاسو ژوندى يئ نو ستاسو به هغه ورځ ياده وى چې د مِصر مُلک نه راوتلئ.