Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




ګردان 16:17 - Pakistani Yousafzai Pashto

17 او د هر چا چې څومره وس وى، نو هغه به د هم هغه برکت په مطابق هديه ورکوى څومره چې مالِک خُدائ خپل خُدائ پاک هغۀ له ورکړے وى.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




ګردان 16:17
10 Iomraidhean Croise  

خو بيا هم په حقيقت کښې زۀ او زما خلق تا له هيڅ هم نۀ شُو درکولے، ځکه چې هر يو څيز ستا د طرف نه نعمت دے او مونږ صِرف تا له هغه څۀ واپس درکړى دى چې څۀ ستا وُو.


د يهوداه حکمران ورته وئيلى وُو چې هغوئ تر هغه وخته پورې خُدائ پاک ته پېش کړے شوے خوراک نۀ شى خوړلے چې ترڅو يو داسې اِمام نۀ وى چې هغه اُوريم او تميم نه کار واخلى.


هغه به يوه ايفه د غلې نذرانه د غوَيى سره پېش کړى، او يوه ايفه به ګډ سره، او د ګډورو سره چې څومره غواړى هغه هومره دې ورکړى، او هرې يوې ايفې سره دې څلور ليټره تېل پېش کړى.


کۀ يو کس منښته منلې وى او ډېر غريب وى چې هغه معيارى قيمت نۀ شى ورکولے، نو هغه کس دې اِمام له راولى او اِمام به کم قيمت مقرر کړى، چې د هغه کس د وس په مطابق وى.


ځکه کۀ د ورکولو شوق وى نو خُدائ پاک هديه د هغې په مطابق قبلوى څۀ چې د چا سره وى، نه چې د هغې په مطابق چې د هغۀ سره نۀ وى.


او بيا د مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک درناوى دپاره د لَو کولو اختر وکړئ، هغۀ چې کوم برکت درکړے دے د هغې په مطابق هغۀ له يوه رضاکارانه نذرانه راوړئ.


ستاسو د قوم ټول سړى به په کال کښې درې ځل د مالِک خُدائ عبادت دپاره هغه يو ځائ ته يعنې د فسحې اختر، د لَو کولو اختر او د جونګړو اختر دپاره راځى. او يو سړے به هم مالِک خُدائ له خالى لاسونه نۀ راځى،


په هر يو ښار کښې چې مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک يې درکوى په هغې کښې قاضيان او نور آفسران مقرر کړئ. دا سړى به د چا د طرفدارۍ نه بغېر فېصلې کوى.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan