14 تاسو د خپلو بچو سره، خپلو نوکرانو او د ليويانو، مسافرو، يتيمانانو او د هغه کونډو سره د دې نه خوند واخلئ چې ستاسو په ښارونو کښې اوسيږى.
دا هغه ورځې وې چې په هغې باندې يهوديانو د خپلو دشمنانو نه ځانونه خلاص کړل، دا هغه مياشت وه چې د غم او د خفګان وخت نه په خندا او خوشحالۍ باندې بدله شوې وه. هغوئ ته وئيلے شوى وُو چې په دې ورځو باندې خوشحالى او مېلمستيا وکړئ او يو بل او غريبانانو له د خوراک دپاره تُحفې ورکړئ.
نو بيا خوشحالۍ سره مے څښه او خپل خوراک کوه. ځکه چې خُدائ پاک د دې هر څۀ اجازت ورکړے دے.
خو اے د خُدائ پاک خلقو، تاسو به خوشحاله يئ او داسې سندرې به وايئ لکه څنګه سندرې چې د مقدس اختر په شپه وئيلے شى. تاسو به د هغه خلقو په شان خوشحاله يئ کوم چې د مالِک خُدائ کور ته د شپېلۍ د ساز سره روان وى، چې هغه د بنى اِسرائيلو حِفاظت کوونکے دے.
هغوئ چې د چا فديه مالِک خُدائ ورکړې ده هغوئ به واپس راشى او سندرې به وائى، څنګه چې يروشلم ته داخل شى نو د هغوئ زړونه به همېشه د خوشحالۍ نه ډک وى، او هغوئ به دومره زيات خوشحاله وى چې غم او پرېشانۍ به ترې وتښتى.
زمونږ خوراک زمونږ د سترګو په وړاندې غېب شو، او خندا خوشحالى زمونږ د خُدائ پاک په کور کښې بنده شوه.
د خپلو بچو سره، خپلو نوکرانو او د ليويانو سره چې ستاسو په ښارونو کښې اوسيږى، هلته د هغۀ په حضور کښې خوشحالى کوئ، ياد لرئ چې د ليويانو به په زمکه کښې هيڅ ميراث نۀ وى.
دا خوراک د ليويانو دپاره دے، ځکه چې د هغوئ خپل جائيداد نشته او ورسره د هغه مسافرو دپاره، يتيمانو او کونډو دپاره دے چې ستاسو په ښارونو کښې اوسيږى. هغوئ ټول دې راځى او د خپل ضرورت څيزونه دې ترې نه اخلى. هم دغه شان کوئ او مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک به تاسو له ستاسو په هر څۀ کښې برکت درکوى.
د مالِک خُدائ په حضور کښې تاسو سره د خپلو بچو، ستاسو نوکرانو، ليويانو، مسافرو، يتيمانانو او د هغه کونډو سره خوشحاله شئ چې ستاسو په ښارونو کښې اوسيږى. د عبادت په هغه يو ځائ کښې هم دغه شان کوئ.
مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک چې کوم ځائ خوښ کړے وى نو په هغه ځائ کښې اووۀ ورځې اختر وکړئ. خوشحاله اوسئ، ځکه چې مالِک خُدائ ستاسو فصل او ستاسو کار له برکت ورکړے دے.
په هغه ښۀ څيزونو شُکر وباسئ چې مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک تاسو او ستاسو خاندان له درکړى دى، او ليويان او مسافر پرېږدئ کوم چې تاسو سره اوسيږى چې تاسو سره په جشن کښې شامل شى.
او همېشه خوشحاله اوسئ.