13 چې تاسو خپل ټول فصل راټول کړئ او خپل ټول انګور په لنګرۍ کښې نچوړ کړئ، نو اووۀ ورځې د جونګړو اختر کوئ.
نو هغوئ ټول د جونګړو د اختر په وخت کښې راغونډ شول.
هغۀ د هرې مقدسې ورځې دپاره د موسىٰ د شريعت د حُکم په مطابق سوزېدونکې نذرانې پېش کړې، د سبت د ورځو، د نوې مياشتې اخترونو او د کال درې کلنى اخترونو: د پتيرې روټۍ اختر، د رېبلو اختر او د جونګړو اختر.
هغوئ د اصُولو په مطابق د جونګړو اختر وکړو، هغوئ هره ورځ د هغه ورځې مقررې قربانۍ پېش کولې،
چې کله تاسو خپل فصلونه رېبل شروع کوئ، نو د لَو کولو اختر کوئ په خپلو پټو کښې چې تاسو کوم تخم کَرلے وى نو د هغه فصل وړومبے پېداوار پېش کوئ او چې کله تاسو خپل فصل د پټو نه راټول کړئ نو په خزان کښې د فصل راټولولو اختر کوئ.
چې کله تاسو د غنمو وړومبنے فصل رېبل شروع کوئ نو د لَو کولو اختر کوئ او په خزان کښې د فصل راټولولو اختر کوئ.
زۀ به په خپله په مصفاه کښې اوسېږم او کله چې د بابليانو وفد دلته راشى نو زۀ به ستاسو د طرف نه نمائنده يم. خو په دې وخت کښې تاسو انګور، او د ګرمۍ مېوې، او د زيتُونو تېل په چاټو کښې جمع کړئ، او په کومو ښارونو مو چې قبضه کړې ده په هغوئ کښې اوسېږئ.“
کله چې تاسو روټۍ پخوئ، نو د نوې غلې د وړومبۍ پېړې روټۍ به مالِک خُدائ ته د خاص برخې په توګه پېش کولے شى. دا به هم هغه شان پېش کولے شى چې څنګه تاسو په درمند کښې صفا شوې غله د خاص برخې په توګه پېش کوئ.
اوس د يهوديانو د جونګړو اختر هم رانزدې وو.
هغۀ هغوئ له حُکم ورکړو، ”د هر اوؤم کال په آخر کښې يعنې کله چې د قرضونو د معاف کولو کال راځى، نو د جونګړو په اختر کښې دا په اوچت آواز سره وايئ.