12 ګورئ چې په دې حُکمونو باندې عمل وکړئ، دا خبره مۀ هېروئ چې تاسو په مِصر کښې غلامان وئ.
نو بيا دا خبره مۀ هېروئ چې يو وخت تاسو غېريهوديان هم بېخُدايه ګڼلے شوئ. او يهوديانو به تاسو ته ناسنته او د کافر آواز کولو، اګر چې دې سنت صرف د هغوئ بدن متاثره کړے وو.
هغه راپه ياد کړئ چې تاسو په مِصر کښې غلامان وئ او مالِک خُدائ خپل خُدائ پاک تاسو آزاد کړئ، نو ځکه زۀ تاسو له دا حُکم درکوم.
چې تاسو خپل ټول فصل راټول کړئ او خپل ټول انګور په لنګرۍ کښې نچوړ کړئ، نو اووۀ ورځې د جونګړو اختر کوئ.
مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک چې کوم ځائ خوښ کړے وى نو په هغه ځائ کښې اووۀ ورځې اختر وکړئ. خوشحاله اوسئ، ځکه چې مالِک خُدائ ستاسو فصل او ستاسو کار له برکت ورکړے دے.
هغه راپه ياد کړئ چې تاسو په مِصر کښې غلامان وئ او ما، مالِک خُدائ، ستاسو خُدائ پاک د خپل لوئ طاقت او قوت سره آزاد کړئ. نو ځکه زۀ تاسو له حُکم درکوم چې د سبت ورځ ياده لرئ.