1 د ابيب په مياشت کښې د فسحې اختر کولو سره د مالِک خُدائ خپل خُدائ پاک درناوے کوئ، دا هغه مياشت وه چې مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک تاسو د مِصر نه د شپې راوويستلئ.
هم په هغه ورځ مالِک خُدائ د بنى اِسرائيلو قبيلې د مِصر د مُلک نه راوويستلې.
موسىٰ خلقو ته وفرمائيل، ”دا ورځ ياده ساتئ، په کومه ورځ چې تاسو د مِصر نه راووتلئ، چرته چې تاسو غلامان وئ، دا هغه ورځ ده چې مالِک خُدائ تاسو د خپل لوئ طاقت سره راوويستلئ، خمبيره روټۍ به نۀ خورئ.
د وړومبۍ مياشتې په دې ورځ چې د ابيب مياشت ده تاسو د مِصر نه روان يئ.
زما د درناوى دپاره په کال کښې درې ځله اختر کوئ.
چې ما څنګه حُکم درکړے دے هم هغه شان د ابيب په مياشت کښې، تاسو د پتيرې روټۍ اختر کوئ، دا هغه مياشت ده چې تاسو په کښې د مِصر نه راووتلئ. د دې اختر په اووۀ ورځو کښې تاسو پتيره روټۍ خورئ. او هيڅ څوک به هم زما په حضور کښې خالى لاسونه نۀ حاضريږى.
تاسو د پتيرې روټۍ اختر کوئ. لکه څنګه چې ما حُکم درکړے دے، د ابيب په مياشت کښې اووۀ ورځې پتيره روټۍ خورئ، ځکه چې دا هغه مياشت ده چې تاسو په کښې د مِصر نه راووتلئ.
د فسحې اختر، د د اولنۍ مياشتې د څوارلسمې ورځې د نمرپرېواتو نه شروع کيږى.
د وړومبۍ مياشتې په څوارلسمه ورځ به د مالِک خُدائ په درناوى کښې د فسحې اختر کولے شى.
د عيسىٰ مور پلار به هر کال يروشلم ته د فسحې اختر له تلل.
د يهوديانو د فسح د اختر ورځې رانزدې وې نو عيسىٰ بره يروشلم ته لاړو.
د دې نه پس د يهوديانو اختر وو، او عيسىٰ يروشلم ته لاړو.
نو د فسح اختر چې د يهوديانو لوئ اختر دے رانزدې وو.
د مالِک خُدائ خپل خُدائ پاک د فسحې اختر د قربانۍ دپاره هلته خپل يو ګډ يا يو څاروے حلال کړئ کوم ځائ چې هغۀ د خپل نوم د درناوى دپاره خوښ کړے وى.