8 خو سخيان اوسېږئ او چې څومره پېسو ته يې ضرورت وى نو هغه هومره قرض ورکړئ.
په آزاد لاس ورکوى سخاوتونه نېکان، د دې برکتونه به وګورى د هغوئ بچيان.
څوک چې د غريب مدد کوى هغه مالِک خُدائ سره ښېګړه کوى او څۀ چې هغه کوى نو هغه به يې اجر ورکړى.
کۀ ستاسو سره يو نزدې اوسېدونکے بنى اِسرائيلے دومره غريب شى چې خپل ځان نۀ شى ساتلے، نو تاسو خامخا د هغۀ مدد کوئ لکه څنګه چې تاسو د پردى مُلک کس سره مدد کوئ، نو چې هغه ستاسو سره نزدې پاتې شى.
چې څوک درنه څۀ وغواړى هغه ورکړه او د داسې سړى نه مخ مۀ اړوه څوک چې درنه قرض غواړى.
او کۀ چرې تاسو تش هغه چا له قرض ورکوئ چې ستاسو باور وى چې تاسو ته به يې واپس کړى نو په دې کښې ستاسو اجر څۀ دے؟ ځکه چې ګناه ګار هم يو بل له قرض ورکوى او يو بل ته يې پوره واپس کوى.
هغوئ بس دومره راته ووئيل چې خوار غريب ياد ساته، ولې زۀ پخپله د دې کار دپاره ليواله وم.