7 کوم مُلک چې مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک تاسو له درکوى کۀ د هغې په ښارونو کښې ستاسو خپل يو اِسرائيلے محتاج وى، نو خپل زړۀ مۀ سختوئ او د هغۀ مدد کولو نه لاس مۀ نيسئ.
څۀ موده وروستو ډېرو سړو او ښځو، د خپلو يهوديانو خِلاف شکايت شروع کړو.
نو په دې وجه هغه يهوديان کوم چې په کلو کښې اوسيږى هغوئ د ادر د مياشتې په څوارلسمه ورځ د خوشحالۍ چُهټى کوى، په دې وخت باندې هغوئ مېلمستيا کوى او يو بل له د خوراک دپاره تُحفې ورکوى.
دا هغه ورځې وې چې په هغې باندې يهوديانو د خپلو دشمنانو نه ځانونه خلاص کړل، دا هغه مياشت وه چې د غم او د خفګان وخت نه په خندا او خوشحالۍ باندې بدله شوې وه. هغوئ ته وئيلے شوى وُو چې په دې ورځو باندې خوشحالى او مېلمستيا وکړئ او يو بل او غريبانانو له د خوراک دپاره تُحفې ورکړئ.
کۀ تاسو زما د خلقو نه يو کس له قرض ورکړئ چې هغه غريب وى، د هغۀ سره د يو قرض ورکوونکى په شان عمل مۀ کوئ او سود ترې نه مۀ غواړئ.
څوک چې د غريب مدد کوى هغه مالِک خُدائ سره ښېګړه کوى او څۀ چې هغه کوى نو هغه به يې اجر ورکړى.
کۀ يو سړے د غريب ژړا فرياد ته خپل غوږونه بند کړى، نو د هغۀ خپله ژړا فرياد به څوک نۀ اورى.
کۀ تاسو اوږو خلقو له روټۍ ورکړه او د مظلومانو مدد مو وکړو، نو بيا به ستاسو رڼا په تيارۀ کښې وځليږى، او چې ستاسو نه ګېرچاپېره کومه تيارۀ وى نو هغه به د غرمې په رڼا بدله شى.
کۀ ستاسو سره يو نزدې اوسېدونکے بنى اِسرائيلے دومره غريب شى چې خپل ځان نۀ شى ساتلے، نو تاسو خامخا د هغۀ مدد کوئ لکه څنګه چې تاسو د پردى مُلک کس سره مدد کوئ، نو چې هغه ستاسو سره نزدې پاتې شى.
خو هغۀ ورسره ونۀ منله او په قېدخانه کښې يې واچولو ترڅو چې قرض واپس نۀ کړى.
چې څوک درنه څۀ وغواړى هغه ورکړه او د داسې سړى نه مخ مۀ اړوه څوک چې درنه قرض غواړى.
په مخ د زمکې به همېشه غريبانان خلق موجود وى، نو زۀ تاسو له حُکم درکوم چې د خپلو بنى اِسرائيلو د مدد نه لاس مۀ نيسئ.
هغۀ ته د څۀ څيز قرض ورکولو نه په دې وجه اِنکار مۀ کوئ چې د قرضونو د معاف کولو کال نزدې دے. داسې بد سوچونه خپل ذهن ته مۀ راولئ. کۀ تاسو خپل ورور له قرض ورنۀ کړئ نو هغه به مالِک خُدائ ته ستاسو خِلاف فرياد وکړى او ګناه به ستاسو په غاړه شى.
په خوارو غريبانانو مزدورانو باندې ظلم مۀ کوئ، کۀ هغه اِسرائيلے وى يا مسافر وى چې ستاسو په ښارونو کښې اوسيږى.