Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




ګردان 15:6 - Pakistani Yousafzai Pashto

6 نو مالِک خُدائ به تاسو له برکت درکړى، لکه څنګه چې هغۀ وعده کړې ده. تاسو به ډېرو قومونو له قرض ورکړئ، خو تاسو به د هيچا نه قرض نۀ اخلئ، ستاسو په قبضه کښې به ډېر قومونه وى، خو تاسو به د هيچا په قبضه کښې نۀ يئ.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




ګردان 15:6
14 Iomraidhean Croise  

د سليمان په بادشاهۍ کښې د فرات سيند نه واخله تر فلستيانو مُلک او د مِصر د حد پولې پورې ټول قومونه شامل وُو. هغوئ به هغۀ له محصُول ورکولو او چې ترڅو ژوندے وُو نو د هغۀ خِدمت يې کولو.


سليمان د فرات سيند نمرپرېواتۀ طرف ته د تِفسَح نه واخله د غزه ښار پورې په ټول مُلک بادشاهى کوله. او هغه د خپلو ټولو ګاونډى مُلکونو سره په امن کښې وو.


نو زۀ تا ته سوال کوم چې زما اولاد له برکت ورکړه. مالِکه خُدايه، هغوئ به د همېشه دپاره ستا په برکت کښې پاتې شى او ستا برکت دې د همېشه دپاره د هغوئ سره وى.“


هغه د فرات سيند د علاقې نه واخله د فلستيانو مُلک او د مِصرى سرحد پورې د ټولو بادشاهانو نه عظيم بادشاه وو.


هلته طاقتورو بادشاهانو بادشاهى کړې ده او د فرات سيند نمرپرېواتۀ طرف ته په ټوله صُوبه يې حکومت کړے دے او جزيه، محصُول او پېسې يې راټولولې.


نو تا هغوئ خپلو دشمنانو ته حواله کړل. په خپلو تکليفونو کښې هغوئ تا ته د مدد دپاره چغه کړه، او په آسمان کښې تا د هغوئ فرياد واورېدو. د خپل لوئ رحم په وجه تا هغوئ له خلاصوونکى ورولېږل چا چې هغوئ د دشمنانو نه بچ کړل.


مِهربانه په هغۀ دے چې سخى وى او بل ته بې‌لالچه قرض ورکوى، او څوک چې خپلې مسئلې په اِنصاف سره حل کوى.


قرض اخلى او هيڅکله يې نۀ واپس کوى بدکاران، خو ورکوى خير خېرات په سخاوت سره صادقان.


په آزاد لاس ورکوى سخاوتونه نېکان، د دې برکتونه به وګورى د هغوئ بچيان.


مالداره په غريبانانو باندې حکومت کوى، او قرض اخستونکے د قرض ورکونکى غلام وى.


خو تاسو د خپلو دشمنانو سره مينه او نېکى کوئ او قرض بغېر د څۀ لالچه ورکوئ. نو تاسو به ډېر لوئ اجر ومومئ. تاسو به بيا د خُدائ تعالىٰ زامن شئ ځکه چې هغه په خپله هم په ناشُکرو او په شريرانو مهربانه دے.


کۀ تاسو د هغۀ فرمانبردارى کوئ او هغه هر څۀ پوره پوره ومنئ چې نن يې زۀ حُکم درکوم.


هغوئ سره به پېسې وى چې تاسو له يې قرض درکړى، خو تاسو سره به هيڅ نۀ وى چې تاسو يې هغوئ له قرض ورکړئ. په آخر کښې به هغوئ ستاسو بادشاهان شى.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan