Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




ګردان 15:21 - Pakistani Yousafzai Pashto

21 خو کۀ په يو ځناور کښې څۀ عېب وى، کۀ هغه ګوډ وى، ړوند يا څۀ بل غټ نقص په کښې وى، نو تاسو به هغه مالِک خُدائ خپل خُدائ پاک ته نۀ قربانى کوئ.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




ګردان 15:21
6 Iomraidhean Croise  

کۀ هغه خپل څاروے د سوزېدونکې نذرانې په توګه پېش کوى، نو هغه دې د رمې نه يو نر څاروے راولى چې هيڅ عېب په کښې نۀ وى. هغه دې دا د مالِک خُدائ د حضور مقدسې خېمې د دروازې په خولۀ کښې حاضر کړى، نو مالِک خُدائ به دا قبول کړى.


په اور تيارېدونکې نذرانې په توګه مالِک خُدائ ته يوه سوزېدونکې نذرانه پېش کوئ يعنې دوه سخى، يو ګډ او اووۀ يو کلن ګډُورى، چې په دې کښې هم څۀ عېب نۀ وى.


مالِک خُدائ ته يوه سوزېدونکې نذرانه پېش کوئ، د دې خوشبو په هغۀ باندې ښۀ لګى، يو سخے، يو ګډ، اووۀ يو کلن ګډُورى، چې په يو کښې هم هيڅ عېب نۀ وى.


مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک ته داسې يو څاروے يا ګډ هم مۀ قربانى کوئ چې څۀ عېب په کښې وى، مالِک خُدائ د دې کار نه نفرت کوى.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan