Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




ګردان 15:2 - Pakistani Yousafzai Pashto

2 دا هغه څۀ دى چې تاسو به يې خامخا کوئ. هر چا چې خپلو بنى اِسرائيلو له قرض ورکړى وى نو هغه به ورته معاف کوى، هغه به د خپل ګاونډى يا د هغۀ د خپلوانو نه دا قرض واپس نۀ اخلى، مالِک خُدائ په خپله دا اِعلان کړے دے چې قرض معاف شو.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




ګردان 15:2
13 Iomraidhean Croise  

کۀ د پردى مُلک خلق څۀ غله يا بل هر څيز هم د سبت يا په بله هره مقدسه ورځ په مونږ باندې د خرڅولو دپاره راوړى، نو مونږ به يې د هغوئ نه نۀ اخلو. په هر اوؤم کال به مونږ زمکه نۀ کرو او ټول قرضونه به معاف کوُو.


هغوئ وائى، ”کله چې مونږ روژې نيسو نو تۀ پرې ولې نۀ خوشحالېږې؟ مونږ ځانونه دومره عاجز کړُو او تۀ هډو توجو نۀ کوې.“ ګورئ، حقيقت دا دے چې کله تاسو روژه نيولې وى نو هم په هغه وخت تاسو په خپلو فائدو پسې ګرځئ او د خپلو مزدورانو سره ظلم زياتے کوئ.


او زمونږ ګناهونه معاف کړه، لکه څنګه چې مونږ خپل قصوروار معاف کوُو.


د دواړو سره د قرض ورکولو هيڅ درک نۀ وو نو دواړو ته يې وبخښل. نو اوس ووايه چې په دې دواړو کښې به د هغۀ سره زياته مينه کوم يو کوى؟“


د هر اوؤم کال په آخر کښې تاسو قرضونه معاف کوئ.


چې په يو مسافر باندې ستاسو قرض وى نو د هغۀ نه پېسې اخستے شئ، خو چې ستاسو په بنى اِسرائيلو قرض وى نو د هغوئ نه به يې نۀ اخلئ.


هغۀ هغوئ له حُکم ورکړو، ”د هر اوؤم کال په آخر کښې يعنې کله چې د قرضونو د معاف کولو کال راځى، نو د جونګړو په اختر کښې دا په اوچت آواز سره وايئ.


ځکه چا چې رحم ونۀ کړو نو په هغۀ هم د اِنصاف په مطابق رحم نۀ کيږى. بيا هم رحم په اِنصاف غالب دے.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan