ګردان 15:19 - Pakistani Yousafzai Pashto19 د خپل څاروى يا ګډې هر يو وړومبے نر بچے مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک دپاره بېل کړئ، د دې څاروو نه يو هم د کار دپاره مۀ استعمالوئ او د دې ګډو نه وړۍ مۀ کټ کوئ. Faic an caibideil |
څۀ چې تاسو مالِک خُدائ ته پېش کوئ د هغې نه به هيڅ يو څيز په هغه ځايونو کښې نۀ شى خوړلے چرته چې تاسو اوسېږئ، نۀ ستاسو د غلې لسمه حِصه، نۀ خپل مے، نۀ د زيتُونو تېل، نۀ ستاسو د څاروو او ګډو وړومبے پېدا شوے بچے، نۀ د هغه تُحفې نه چې تاسو يې د مالِک خُدائ سره وعده کړې وى، نۀ ستاسو رضاکارانه نذرانې او نۀ نورې نذرانې.