17 نو د خپل کور دروازې ته هغه بوځئ او هلته د هغۀ غوږ سورے کړئ، نو هغه به ټول عُمر ستاسو غلام وى. د خپلې وينځې سره هم دغه شان سلوک کوئ.
خو کۀ غلام صفا ووائى چې زۀ د خپل مالِک سره، خپلې ښځې او خپلو بچو سره مينه لرم او آزادېدل نۀ غواړم،
نو خپل مالِک به هغه د قاضيانو ځائ ته بوځى. هلته به يې د دروازې يا چوکاټ په مخکښې ودروى او په ستن دې د هغۀ په غوږ کښې سورے وکړى. نو ټول عُمر به يې غلام وى.
خو کېدے شى چې ستاسو غلام ونۀ غواړى چې لاړ شى، او هغه ستاسو او ستاسو خاندان سره مينه کوى او د هغۀ دپاره ستاسو سره پاتې کېدل ښۀ وى.
کله چې تاسو يو غلام آزادوئ نو خفه کېږئ مه، ځکه چې آخر هغۀ هم د يو مزدور په نيم قيمت شپږ کاله ستاسو خِدمت کړے دے. هم دغه شان کوئ، نو مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک به په هر کار کښې تاسو له برکت درکوى.
خو دا ځل حنه لا نۀ ړه. هغې خپل خاوند ته ووئيل، ”ماشوم چې کله د مور د تى نه منعې شى نو زۀ به يې د مالِک خُدائ کور ته بوځم، چرته به چې هغه د نذير په حيثيت ټول عُمر تېروى.“