Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




ګردان 15:13 - Pakistani Yousafzai Pashto

13 کله چې تاسو هغوئ آزادوئ، نو تش لاس يې مۀ لېږئ.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




ګردان 15:13
9 Iomraidhean Croise  

کۀ زما د پلار خُدائ پاک، کوم چې د اِبراهيم او اِسحاق خُدائ پاک دے، زما مل نۀ وے، نو تا به زۀ مخکښې خالى لاسونه لېږلے وے. خو خُدائ پاک زما تکليف او کوم خِدمت چې ما کړے دے هغه ليدلے دے او ځکه خُدائ پاک تېره شپه تۀ ملامته کړې.“


زۀ به په مِصريانو ستاسو قدر وکړم نو چې کله زما خلق ځى، دوئ به خالى لاسونه نۀ ځى.


”افسوس دے په يهويقيم څوک چې په ناجائزه او په زور سره په مزدورانو باندې خپل محل جوړوى، څوک چې په بې‌اِنصافۍ سره د هغې دېوالونه خېژوى، ځکه چې هغه په خپلو خلقو بغېر پېسو کار کوى. هغه هغوئ ته مزدورى هم نۀ ورکوى.


”نو زۀ به تاسو له د عدالت دپاره نزدې درشم. زر به زۀ د جادوګرو، زناکارو او چې په دروغو قسم خورى د هغوئ خلاف ګواهى ورکړم، د هغوئ خلاف چې د مزدورانو سره په مزدورۍ کښې ټګى کوى، څوک چې په کونډو او يتيمانانو ظلم کوى، او مسافر د اِنصاف نه محروموى خو زما نه نۀ يريږى،“ مالِک خُدائ ربُ الافواج فرمائى.


کۀ يو عبرانے سړے يا ښځه خپل ځان په تاسو باندې د غلام يا وينځې په توګه خرڅ کړى، نو چې هغوئ شپږ کاله ستاسو خِدمت وکړى نو د هغې نه پس هغوئ آزاد کړئ. کله چې اوؤم کال راشى، نو هغوئ به خامخا پرېږدئ چې لاړ شى.


چې مالِک خُدائ تاسو له کوم برکت درکړې وى نو د خپلو ګډو، غلې او د انګورو لنګرۍ نه ډېر څۀ ورکړئ.


اے مالِکانو، د خپلو نوکرانو سره د عدل او اِنصاف سلوک کوئ ځکه چې تاسو ته پته ده چې په آسمان کښې ستاسو هم يو مالِک شته.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan