11 په مخ د زمکې به همېشه غريبانان خلق موجود وى، نو زۀ تاسو له حُکم درکوم چې د خپلو بنى اِسرائيلو د مدد نه لاس مۀ نيسئ.
خو په اوؤم کال يې شاړه پرېږدئ او چې څۀ په کښې شوى وى هغه ترې نه مۀ رېبئ، چې څۀ په کښې پاتې وى نو هغه به غريبانان خلق او ځنګلى ځناور وخورى. د انګورو او زيتُونو د باغونو سره هم دغه شان وکړئ.
څوک چې د غريب مدد کوى هغه مالِک خُدائ سره ښېګړه کوى او څۀ چې هغه کوى نو هغه به يې اجر ورکړى.
مالداره او غريب دواړه يو شان دى، مالِک خُدائ د دواړو خالق دے.
هغه خپل لاسونه د غريبانانو مدد دپاره غزوى او حاجتمندو ته خپل لاسونه ورسوى.
هغه په هيچا باندې ظلم نۀ کوى، او په امانت کښې خيانت نۀ کوى او هغه پوره واپس کوى. هغه غلا نۀ کوى، خو خپل خوراک په غريبانانو تقسيموى او بربنډو له جامې ورکوى.
ځکه چې غريبانان خو به تل تاسو سره وى خو زۀ به درسره تل نۀ يم.
چې څوک درنه څۀ وغواړى هغه ورکړه او د داسې سړى نه مخ مۀ اړوه څوک چې درنه قرض غواړى.
ځکه چې غريبانان خو به تل تاسو سره وى او هر کله چې تاسو غواړئ د هغوئ مدد کولے شئ خو زۀ به درسره تل نۀ يم.
خپل مال حال خرڅ کړئ او حاجتمندو ته يې ورکړئ او د ځان دپاره داسې بټوې تيارې کړئ چې هيڅکله نۀ زړيږى او خپل ځان له په آسمان کښې داسې خزانې جوړې کړئ چې هيڅکله نۀ ختميږى، چرته چې نۀ غل شته او نۀ وينۀ.
ځکه چې غريبانان خو به تل تاسو سره وى خو زۀ به درسره تل نۀ يم.“
او هغوئ خپل مال اسباب خرڅولو او هر چا ته يې د حاجت په مطابق پېسې ورکولې.
کوم مُلک چې مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک تاسو له درکوى کۀ د هغې په ښارونو کښې ستاسو خپل يو اِسرائيلے محتاج وى، نو خپل زړۀ مۀ سختوئ او د هغۀ مدد کولو نه لاس مۀ نيسئ.
خو سخيان اوسېږئ او چې څومره پېسو ته يې ضرورت وى نو هغه هومره قرض ورکړئ.