3 هيڅ يو حرام څيز مۀ خورئ.
د هر قِسم حلال ځناورو نه اووۀ جوړې واخله، خو د هر قِسم حرام ځناورو نه صِرف يوه يوه جوړه واخله.
هغوئ په قبرستان کښې کښېنى او په پټو ځايونو کښې شپې تېروى. هغوئ د خنزير غوښه خورى، او د حرام خوراک ښوروا د هغوئ په لوښو کښې وى.
خو ما ورته وفرمائيل، ”داسې دې نۀ وى، مالِک قادر مطلق خُدايه، ما کله هم خپل ځان نۀ دے ناپاکه کړے. زما د ځوانۍ نه تر اوسه پورې ما هيڅ داسې څيز نۀ دے خوړلے چې هغه مردار شوے وى او يا ځناورو څيرلے وى. هيڅ قسمه حرامه غوښه زما د خولې دننه شوې نۀ ده.“
کوم چې د بنى اِسرائيلو دپاره وُو. تاسو په زمکه ګرځېدونکے هر هغه ځناور خوړلے شئ
د دې په خوړلو باندې خپل ځانونه مۀ ناپاکه کوئ.
نو تاسو خامخا د حلالو او حرامو ځناورو او مارغانو په مينځ کښې فرق وکړئ. حرام ځناور او حرام مارغان مۀ خورئ. ما ورته ناپاک وئيلى دى او چې تاسو دا وخورئ نو ناپاک به شئ.
زۀ په دې پوهه يم او په مالِک عيسىٰ کښې زما دا ايمان دے چې هيڅ څيز هم په خپله حرام نۀ دے، خو چې څوک يې حرام ګڼى نو هغۀ ته حرام دے.
خو کۀ تاسو ته څوک ووائى چې، ”دا بُت ته د قربانۍ غوښه ده،“ نو د هغۀ د ضمير د خاطره هغه مۀ خوره.
د پاکو خلقو دپاره ټول څيزونه پاک دى، خو د بدکارانو او بېايمانه خلقو دپاره هيڅ هم پاک نۀ دى بلکې د هغوئ عقل او ضمير دواړه پليت دى.