26 چې ستاسو زړۀ څۀ غواړى لکه غټه غوښه، نرۍ غوښه، مے يا شراب، نو په دې پېسو يې واخلئ. او هلته، د مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک په حضور کښې يې د خپل خاندان سره خورئ او خوشحالى وکړئ.
د دې حد به د درې زره او څلور سوو کلو سپينو زرو، د لسو زرو کلو غنمو، دوه زره ليټره مے او دوه زره ليټره د زيتُونو تېلو پورې وى او چې داسې څومره د مالګې ضرورت وى.
خو په هغه بيابان کښې دوئ شهوت پرستى شروع کړه، او په دې يې د خُدائ پاک صبر وآزمائيلو.
نو بيا خوشحالۍ سره مے څښه او خپل خوراک کوه. ځکه چې خُدائ پاک د دې هر څۀ اجازت ورکړے دے.
عيسىٰ بيا د خُدائ کور ته ورننوتو او هغه ټول خلق چې د خُدائ په کور کښې يې سوداګرى کوله، وشړل او د صرافانو تختې او د کونترو د خرڅوونکو کُرسۍ يې نسکورې کړې،
کله چې هغوئ يروشلم ته راغلل نو عيسىٰ بيا د خُدائ کور ته ورننوتو او هغه ټول خلق چې د خُدائ په کور کښې يې سوداګرى کوله وشړل. او هغه د صرافانو تختې او د کونترو د خرڅوونکو کُرسۍ يې نسکورې کړې.
اوس دا خبرې زمونږ دپاره يو مثال شو نو چې بيا مونږ د خرابو څيزونو خواهش ونۀ کړو لکه څنګه چې هغوئ کولو.
د خپلو بچو سره، خپلو نوکرانو او د ليويانو سره چې ستاسو په ښارونو کښې اوسيږى، هلته د هغۀ په حضور کښې خوشحالى کوئ، ياد لرئ چې د ليويانو به په زمکه کښې هيڅ ميراث نۀ وى.
چې چرته تاسو اوسېږئ نو تاسو هلته خپل ځناور حلالولے او خوړلے شئ. مالِک خُدائ چې څومره ډېر درکوى نو هغه خوړلے شئ. تاسو ټول کۀ پاک يئ يا ناپاک، هغه خوړلے شئ، لکه څنګه چې تاسو هوسۍ يا د غرڅۍ غوښه خورئ.
تاسو او ستاسو بچى به، سره د ستاسو نوکرانو او د ليويانو چې ستاسو په ښارونو کښې اوسيږى، دا نذرانې به صِرف د مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک په حضور کښې خورئ، صِرف د عبادت په هغه يو ځائ کښې کوم چې مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک خوښ کړے وى. او تاسو به هلته په هغه هر څۀ باندې خوشحاله يئ کوم چې تاسو کړى وى.
هلته، د مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک په حضور کښې تاسو او ستاسو خاندان به خوراک کوئ او د هغه هر څيز نه به پوره خوند اخلئ چې تاسو د هغې دپاره محنت کړے وى. ځکه چې مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک تاسو له برکت درکړے دے.
خپل پېداوار خرڅ کړئ او د دې پېسې د ځان سره د عبادت هغه يو ځائ ته يوسئ.
په هغه ښۀ څيزونو شُکر وباسئ چې مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک تاسو او ستاسو خاندان له درکړى دى، او ليويان او مسافر پرېږدئ کوم چې تاسو سره اوسيږى چې تاسو سره په جشن کښې شامل شى.