Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




ګردان 14:23 - Pakistani Yousafzai Pashto

23 بيا هغه يو ځائ ته ځئ کوم چې مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک د خپل عبادت دپاره خوښ کړے دے او هلته د هغۀ په حضور کښې د خپل فصل، ميو او د زيتُونو تېلو او ستاسو د وړومبى پېدا شوى څاروو او ګډو لسمه برخه خورئ. دا د دې دپاره کوئ چې تاسو د مالِک خُدائ خپل خُدائ پاک نه د همېشه دپاره يرېدل زده کړئ.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




ګردان 14:23
12 Iomraidhean Croise  

د مالِک خُدائ نه يره کول د حکمت شروع ده، هر هغه څوک چې د هغۀ قانون منى هغه هوښيار دے، د تل دپاره به د هغۀ ثناء صِفت وى.


او مالِک د هغوئ نه خوشحاله وى څوک چې د هغۀ نه يريږى، او څوک چې د هغۀ په نۀ ختمېدونکې مينه باندې اُميد ساتى.


د يرې سره د مالِک خُدائ خِدمت کوئ، او په رپېدو سره د هغۀ خوشحالى کوئ.


مالِک خُدائ، ربُ الافواج مقدس ګڼئ، د هغۀ نه دهشت خورئ او د هغۀ نه يره کوئ.


بيا به هغوئ زما خلق وى او زۀ به د هغوئ خُدائ پاک يم.


کله چې تاسو روټۍ پخوئ، نو د نوې غلې د وړومبۍ پېړې روټۍ به مالِک خُدائ ته د خاص برخې په توګه پېش کولے شى. دا به هم هغه شان پېش کولے شى چې څنګه تاسو په درمند کښې صفا شوې غله د خاص برخې په توګه پېش کوئ.


مالِک خُدائ به يو ځائ خوښ کړى چرته به چې د هغۀ عبادت کيږى او هلته به تاسو هغۀ له هغه هر څۀ راوړئ چې ما يې حُکم درکړے دے، يعنې خپلې سوزېدونکې نذرانې او خپلې نورې قربانۍ، ستاسو لسمه حِصه او منښتې او هغه خاص نذرانې چې تاسو د مالِک خُدائ سره د هغې وعده کړې وى.


تاسو به خپلې نذرانې صِرف په هغه يو ځائ کښې پېش کوئ چې مالِک خُدائ به يې ستاسو د يوې قبيلې په علاقه کښې خوښ کړى. صِرف هلته به تاسو خپلې سوزېدونکې نذرانې او نور هغه ټول کارونه کوئ چې ما يې تاسو له حُکم درکړے دے.


چې تاسو د سينا په غرۀ باندې د مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک په حضور کښې ولاړ وئ، کله چې هغۀ ما ته وفرمائيل چې، خلق راغونډ کړه. زۀ غواړم چې د هغوئ سره خبرې وکړم، نو چې تر کومې پورې هغوئ ژوندى وى نو زما فرمانبردارى به زده کوى او خپلو بچو ته به ښائى چې هم دغسې کوى.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan