1 تاسو د مالِک خُدائ د خپل خُدائ پاک خلق يئ. نو کله چې تاسو په مړى باندې غم کوئ، نو خپل ځانونه د نورو خلقو په شان مۀ زخمى کوئ يا د تندى نه بره وېښتۀ مۀ کلوئ.
نو څۀ آسمانى مخلوق دا ښائسته پېغلې ولېدې، د خوښې پېغلې يې ترې بوتلې او وادۀ يې کړې.
په هغه ورځو کښې او هم داسې وروستو، په زمکه دېوان وُو چې هغوئ د بنيادمو د ښځو او د آسمانى مخلوق بچى وُو. هغوئ د هغه وخت تکړه او مشهور خلق وُو.
نو پېغمبرانو چغې نورې هم تېزې کړې او د خپل رسم په مطابق يې په چاکوانو او په نېزو خپل ځانونه دومره غوڅ کړل، چې په وينه لت پت شول.
هم تۀ زمونږه پلار يې. اګر کۀ اِبراهيم او يعقوب مونږ خپل نۀ ګڼى، خو بيا هم مالِکه خُدايه، هم تۀ زمونږه پلار يې، د پخوا نه تۀ زمونږ بچ کوونکے يې.
مالداره او غريبانان به دواړه په دې مُلک کښې مړۀ شى، هغوئ به نۀ ښخ کړے شى او نۀ به ورباندې ماتم وشى، د هغوئ دوستان به نۀ خپل ځانونه دردمند کړى او نۀ به د خفګان ښکاره کولو په وجه خپل سرونه د هغوئ دپاره ګنجى کړى.
”مالِک خُدائ په خپله فرمائى چې اے بنى اِسرائيله، ما غوښتل چې زۀ تا سره د خپل بچى په شان سلوک وکړم او د خپلې خوښې مُلک او زمکه درکړم، چې د نورو مُلکونو په نسبت ښکلې او شانداره وى. زما دا خيال وو چې تۀ به ما ته خپل پلار ووائې او زما نه به وانۀ وړې.
کله چې هغوئ واپس راشى نو د پښېمانۍ نه به اوښکې د هغوئ په مخ روانې وى او زۀ به هغوئ په ډېره مينه خپلو کورونو ته واپس بوځم، نو زۀ به هغوئ د روانو اوبو په خوا کښې او په هواره لاره بوځم هسې نه چې چرته تيندک وخورى، ځکه چې زۀ د بنى اِسرائيلو پلار يم، او اِفرائيم زما مشر زوئ دے.“
اتيا کسان د شِکم، سيلا او سامريه نه د خُدائ کور ته راغلل چې عبادت وکړى. هغوئ خپلې ږيرې د غم په وجه خرئيلې وې، او د غم په وجه يې خپلې جامې هم شلولې وې او خپل ځانونه يې هم زخمى کړى وُو. او خپل ځان سره يې غله دانه او خوشبو مالِک خُدائ ته د نذرانې پېش کولو په توګه راوړې وې.
غزه لور به د غم نه خپل سر ګنجے کړى او د اسقلون ښار به وران او خاموشه شى. اے د مېدانى علاقې پاتې شوو خلقو ترڅو پورې به خپل ځان وهئ او ماتم به کوئ؟
خو يو وخت راتلونکے دے چې بنى اِسرائيل به د سمندر د شګو په شان بېشمېره شى او څوک به يې نۀ شمېرلے شى او نۀ به يې څوک ناپ کولے شى. نو بيا په هغه ځائ کښې چرته چې هغوئ ته وئيلے شوى وُو چې، ”تاسو زما خلق نۀ يئ،“ هلته به هغوئ ته ووئيلے شى چې، ”تاسو د ژوندى خُدائ پاک بچى يئ.“
يو اِمام به هم د خپل سر يوه حِصه هم نۀ کلوى، نۀ به ږيره لنډوى او نۀ به خپل بدن غوڅوى چې دا ښکاره کړى چې غم کوى.
خو کومو خلقو چې هغه قبول کړو او په هغۀ يې ايمان راوړو نو هغۀ هغوئ ته دا حق ورکړو چې د خُدائ پاک اولاد شى،
او نۀ صرف د قوم دپاره، بلکې د دې دپاره چې په ټوله دُنيا کښې د خُدائ پاک خوارۀ وارۀ بچى رايوځائ کړى.
دا هغه روح دے چې په خپله زمونږ روح سره دا ګواهى ورکوى چې مونږ د خُدائ پاک بچى يُو،
او چې په کوم ځائ کښې هغوئ ته دا وئيلے شوى وُو چې تاسو زما خلق نۀ يئ، هغوئ ته به هم هلته د ژوندى خُدائ پاک بچى ووئيلے شى.“
هغوئ بنى اِسرائيليان دى او هغوئ د خُدائ پاک بچى بللے شوى دى او ورته جلال، وعدې، شريعت، عبادت او لوظونه ورکړے شوى دى.
مطلب دا چې د اِبراهيم په نسل کښې ټول د خُدائ پاک حقيقى بچى نۀ دى، خو صرف د خُدائ د وعدې په مطابق پېدا شوى د اِبراهيم اولاد بللے شى.
او زۀ به بيا ستاسو پلار يم او تاسو به زما زامن او لوڼه يئ، دا د مالِک قادر مطلق خُدائ وينا ده.“
ځکه چې په عيسىٰ مسيح کښې د ايمان په وسيله تاسو ټول د خُدائ پاک اولاد يئ.
تاسو د مالِک خُدائ سره داسې کوئ، اے کم عقلو او بېشعوره خلقو. هغه ستاسو پلار دے، هغه ستاسو خالِق دے، هغۀ تاسو جوړ کړئ او آباد يې کړئ.
خو اے وروڼو او خوېندو، مونږ دا نۀ غواړو چې تاسو ناخبره پاتې شئ د هغوئ په حقله څوک چې مړۀ دى، نو چې تاسو د هغه نورو په شان غمژن نۀ شئ د چا چې اُميد نۀ وى.
نو خُدائ پاک دا ټول څيزونه د خپل ځان دپاره پېدا کړى دى او د هغۀ په وسيله پېدا شوى دى، نو هغۀ دا مناسب وګڼل چې ډېر زامن په جلال کښې داخل کړى، نو چې د تکليفونو په وسيله د خلاصون بانى کامِل کړى.
هم دغه د خُدائ پاک د بچو او د اِبليس په بچو کښې فرق دے، څوک چې په صداقت عمل نۀ کوى هغه د خُدائ پاک نه نۀ دے، او نۀ هغه څوک چې د خپل ورور سره مينه نۀ کوى.
هم د دې نه مونږ ته پته لګى چې مونږ د خُدائ پاک روحانى بچو سره مينه کوُو، کله چې مونږ خُدائ پاک سره مينه کوُو او د هغۀ په حکمونو عمل کوُو.