7 کېدے شى چې هغوئ تاسو ته ووائى چې د هغه خلقو د معبودانو عبادت وکړئ کوم چې ستاسو سره نزدې اوسيږى يا د هغه خلقو د معبودانو کوم چې ستاسو نه لرې اوسيږى.
اخزياه د اخىاب د خاندان په نقش قدم باندې روان وو، ځکه چې د هغۀ مور عتلياه هغۀ ته بدې لارې ښودلې.
د سړو او ښځو يوه لويه ډله چې په هغوئ کښې ځينې کسان په دې موضوع خبر وُو چې د هغوئ ښځو بُتانو ته خوشبويۍ سوزولې او ورسره هغوئ هم څوک چې په شمالى او جنوبى مِصر کښې اوسېدل يرمياه ته يې ووئيل چې،
او موسىٰ ته يې وفرمائيل، ”د بنى اِسرائيلو ټول مشران بوځه او د خلقو په وړاندې يې پهانسى کړه، نو بيا به زما سخته غصه د بنى اِسرائيلو نه سړه شى.“
کۀ ستاسو ورور، زوئ، لور، يا په تاسو ګرانه ښځه، يا ستاسو نزدې دوست هم تاسو ته پټ پټ وائى چې د نورو معبودانو عبادت وکړئ، هغه معبودان چې تاسو او ستاسو پلار نيکۀ يې هيڅکله هم عبادت نۀ دے کړے.
خو هغوئ ته توجو مۀ ورکړئ او مۀ ورته غوږ نيسئ. په هغوئ باندې هيڅ رحم يا ترس مۀ کوئ او د هغوئ خبره مۀ پټوئ.
د نورو معبودانو عبادت مۀ کوئ، د هغه خلقو د معبودانو کوم چې ستاسو په خوا او شا کښې وى.
کۀ ستاسو زړۀ نۀ کيږى چې د هغۀ خِدمت وکړئ، نو نن دا فېصله وکړئ چې د چا خِدمت به کوئ، د هغه معبودانو چې ستاسو پلار نيکۀ په مسوپتاميه کښې د هغوئ عبادت کولو يا د اموريانو د معبودانو، چې د چا په مُلک کښې تاسو اوس اوسېږئ. خو پاتې شوه زما او زما د خاندان خبره، نو مونږ به د مالِک خُدائ خِدمت کوُو.“