نو هغۀ ورته وفرمائيل، ”مالِک خُدائ، د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک تاسو هر يو کس ته دا حُکم کوى چې خپله تُوره راوباسئ او د خېمو د يو سر نه تر بل سره پورې ځئ او هر يو کس دې خپل وروڼه، خپل دوستان او خپل ګاونډيان ووژنئ.“
نو په کار نۀ دے چې مونږ دې نور ماشومان پاتې شُو. او نۀ دې مونږ د نوى تعليماتو په وجه اخوا دېخوا کيږُو او نۀ به نور د خلقو د مکارۍ، چالاکۍ او ټګۍ په منصوبو سره ګمراه شُو.
ستاسو د ټولو نه شريف او د نرم زړۀ سړے به هم په محاصره کښې دومره اوږے شى چې هغه به هم خپل بچى وخورى ځکه چې نور خوراک به نۀ ملاويږى. هغه به په دې پاتې لاش کښې خپل ورور او ښځې له چې مينه ورسره کوى او خپلو بچو له هيڅ هم نۀ ورکوى.
نو د جبعه دا بدکاره کسان مونږ ته حواله کړئ، چې مونږ يې ووژنو او دا بد عمل د بنى اِسرائيلو نه لرې کړُو.“ خو د بنيامين خلقو خپلو خلقو يعنې بنى اِسرائيلو ته غوږ ونۀ نيولو.