2 او کۀ هغه پېشګوئې شوې نښې يا معجزې څرګندې شى، او کۀ هغوئ وائى، چې نورو معبودانو ته راواوړئ کوم چې تاسو نۀ دى پېژندلى او د هغوئ عبادت وکړئ،
او پېغمبر خبره جارى وساتله، ”دا قربانګاه به ټوټې ټوټې شى او ايرې به يې خوَرې وَرې شى. نو بيا به تا ته پته ولګى چې مالِک خُدائ زما په ذريعه خبرې کړې دى.“
هغه کس به خامخا وژلے شى کوم چې د ځناور سره زنا وکړى.
بيا د فِرعون جادوګرانو د خپل جادو په ذريعه هم دغه شان وکړل او د فِرعون زړۀ هم هغه شان سخت وو. لکه څنګه چې مالِک خُدائ فرمائيلى وُو، هغۀ د موسىٰ او هارون د خبرې اورېدو نه اِنکار وکړو.
په حقيقت کښې زۀ د هغوئ خلاف يم،“ مالِک خُدائ دا بيان کوى، ”څوک چې د دروغو خوبونه جوړوى او زما خلقو ته هغه بيانوى، او هغوئ په خپلو بېحسابه دروغو سره زما خلق بېلارې کوى، حال دا چې نۀ ما هغوئ لېږلى دى او نۀ مې مقرر کړى دى. او هغوئ د خلقو د فائدې هيڅ خبرې نۀ کوى.“ مالِک خُدائ دا بيان کوى.
نو بيا خپلو دروغژنو نبيانو، فالګرو، د خوب تعبير کوونکو، خپل قسمت معلومونکو او جادوګرو ته غوږ مۀ نيسئ، څوک چې تاسو ته وائى چې تاسو به د بابل د بادشاه خِدمت نۀ کوئ.
خو کوم يو پېغمبر چې د خير او سلامتۍ پېشګوئې کوى نو هغه به په رښتيا سره په دې وپېژندلے شى چې د مالِک خُدائ له طرفه رالېږلے شوے دے کله چې د هغۀ پېشګوئې رښتيا شى.“
بُتان د فريب خبرې کوى، فالګر هغه رويا ګورى چې دروغ وى، هغوئ د خوبونو غلط تعبير کوى، او هغوئ بېفائدې تسلى ورکوى. نو ځکه خلق د ورکو شوو ګډو په شان سرګردانه ګرځى. په هغوئ ځکه ظلم کيږى چې شپون يې نشته.
دروغژن مسيحيان او دروغژن نبيان به راښکاره شى او لوئې معجزې او نښې به ښکاره کوى، او کۀ ممکن وى نو غوره شوى خلق به بېلارې کړى.
چې ستاسو د قوم څۀ لوفرانو خلقو د خپل ښار خلق بېلارې کړى دى چې د هغه معبودانو عبادت وکړى چې تاسو يې کله هم د دې نه مخکښې عبادت نۀ دے کړے.
کۀ ستاسو ورور، زوئ، لور، يا په تاسو ګرانه ښځه، يا ستاسو نزدې دوست هم تاسو ته پټ پټ وائى چې د نورو معبودانو عبادت وکړئ، هغه معبودان چې تاسو او ستاسو پلار نيکۀ يې هيڅکله هم عبادت نۀ دے کړے.
خو چې کله ما حُکم نۀ وى ورکړے او يو پېغمبر دا جرأت وکړى چې زما په نوم پېغام ورکړى، نو خامخا به وژلے شى او هغه پېغمبر به هم وژلے شى چې د نورو معبودانو په نوم خبرې کوى.
کۀ يو پېغمبر د مالِک خُدائ په نوم خبرې وکړى او چې کومه خبره يې کړې وى او رښتيا نۀ شى، نو بيا دا د مالِک خُدائ پېغام نۀ دے. هغه پېغمبر په خپل اختيار خبرې کړې دى او تاسو له په کار دى چې د هغۀ نه ونۀ يرېږئ.