Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




ګردان 13:17 - Pakistani Yousafzai Pashto

17-18 د هغې نه هيڅ يو څيز هم ځان له مۀ اخلئ کوم چې تباه کولے شى، نو بيا به د مالِک خُدائ قهر سوړ شى او په تاسو به رحم وکړى. کۀ تاسو د هغۀ په ټولو حُکمونو باندې عمل کوئ کوم چې نن ما درکړى دى او هغه څۀ کوئ چې څۀ درنه غواړى، نو هغه به په تاسو رحم وکړى او ستاسو نه به يو لوئ قوم جوړ کړى، لکه څنګه چې هغۀ ستاسو پلار نيکۀ سره وعده کړې ده.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




ګردان 13:17
26 Iomraidhean Croise  

په هغه شپه مالِک خُدائ هغۀ ته راڅرګند شو او ورته يې وفرمائيل، ”زۀ ستا د پلار اِبراهيم خُدائ پاک يم. يرېږه مه، زۀ ستا مل يم. زۀ به تا له برکت درکړم او د خپل خِدمت کوونکى اِبراهيم سره زما د وعدې په ذريعه به تا له ډېر اولاد درکوم.“


زۀ به تا له دومره ډېر اولاد درکړم لکه چې په آسمان کښې ستورى دى او زۀ به هغوئ له دا ټوله علاقه ورکړم. ټول قومونه به ستا د اولاد په وسيله برکت ومومى.


هغوئ به د زمکې د شګو په شان زيات شى. دوئ به خپله علاقه په هر طرف خوره کړى، ستا او ستا د اولاد په وجه به زۀ د دُنيا ټولو قومونو له برکت ورکړم.


خو هغه دوئ سره ډېر مهربانه وو. د هغوئ ګناهونه يې معاف کړل او هغوئ يې تباه نۀ کړل. اکثر يې خپله غصه قابو کوله او خپل ټول قهر او غضب يې څرګند نۀ کړلو.


تا خپله غصه په خپل ځان تيره کړه، تا د خپل قهر لمبه په خپله باندې سړه کړه.


خو زۀ د هغه خلقو زرګونو نسلونو ته خپله نۀ بدلېدونکې مينه ښايم څوک چې زما سره مينه لرى او زما حُکمونه منى.


مِصريانو ته دې د پېغور کولو موقع مِلاو شى څۀ چې ووائى چې تا خپل خلق د مِصر نه د دې دپاره راوويستل چې په غرونو کښې يې ووژنې او هغوئ بېخى تباه کړې؟ خپل قهر بس کړه، خپله فېصله بدله کړه او په خپلو خلقو دا تباهى مۀ راوله.


دا کۀ هغه غم راولى، هغه به رحم هم کوى، د هغه مينې په مطابق چې ډېره او پائيداره ده.


زۀ به د هغوئ سره د امن يو لوظ وکړم، او دا به ابدى لوظ وى. زۀ به هغوئ په خپل مُلک کښې آباد کړم او د هغوئ شمېر به زيات کړم، او زۀ به د هغوئ په مينځ کښې خپله مقدسه عبادتګاه د تل دپاره جوړه کړم.


زۀ به تا له په غصه کښې سزا نۀ درکوم، زۀ به بنى اِسرائيل بيا نۀ تباه کوم. ځکه چې زۀ بنى آدم نۀ يم بلکې خُدائ پاک يم. زۀ مقدس ذات يم او ستاسو په مينځ کښې استوګنه کوم. زۀ به بيا په غضب کښې نۀ راځم.


او موسىٰ ته يې وفرمائيل، ”د بنى اِسرائيلو ټول مشران بوځه او د خلقو په وړاندې يې پهانسى کړه، نو بيا به زما سخته غصه د بنى اِسرائيلو نه سړه شى.“


څوک چې د مالِک سره مينه نۀ کوى په هغوئ دې لعنت وى، مالِکه راورسه.


نو مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک به په تاسو رحم وکړى. هغه به تاسو واپس د هغه قومونو نه راولى چرته چې هغۀ تاسو خوارۀ وارۀ کړى يئ او هغه به بيا تاسو نېک بخته کړى.


هغه به تاسو هغه مُلک ته راولى چرته چې ستاسو پلار نيکۀ اوسېدل او دا به قبضه کړئ. او هغه به تاسو نور هم کامياب کړى او تاسو به په شمېر کښې د خپل پلار نيکۀ نه هم زيات کړى.


هغه به ستاسو سره مينه کوى او برکت به درکړى، نو ستاسو شمېر به زيات شى او ډېر اولاد به پېدا شى، هغه به ستاسو پټى برکتناک کړى، نو چې ستاسو غله، مے او د زيتُونو تېل به پېدا کړى، او هغه به تاسو له برکت درکړى چې تاسو له ډېر څاروى، چېلۍ او ګډې درکړى. هغه به دا ټول برکتونه تاسو له په هغه مُلک کښې درکړى د کوم چې هغۀ ستاسو پلار نيکۀ سره تاسو له د درکولو وعده کړې ده.


هغه بُتان خپلو کورونو ته مۀ راوړئ، ګنې په تاسو به هم هغه لعنت وى کوم چې په هغوئ دے. تاسو خامخا د دې بُتانو نه کرکه کوئ او سپک ورته ګورئ، ځکه چې دا لعنتى دى.


هغه راپه ياد کړئ چې د زارح زوئ عکن د هغه څيزونو سره خيانت وکړو چې د هغې تباهى ضرورى وه، د دې په وجه د بنى اِسرائيلو ټول قوم ته سزا مِلاو شوه. د عکن د ګناه په وجه نور کسان هم مړۀ شوى وُو.“


کوم څيزونه چې تباه کولے شى د هغې نه به تاسو هيڅ هم نۀ اخلئ، کۀ چرې تاسو داسې وکړئ نو تاسو به د بنى اِسرائيلو په کېمپ باندې تکليف او تباهى راولئ.


بيا هغوئ ښار او په هغې کښې هر څۀ وسوزول، خو صِرف سرۀ زر، سپين زر، زېړ او اوسپنه هغوئ پرېښودل او د مالِک خُدائ په خزانه کښې يې کېښودل.


په هغه وخت يشوَع سختې ښېرې وکړې چې، ”څوک هم د يريحو د ښار د دوباره جوړولو کوشش کوى نو د مالِک خُدائ غضب دې ورباندې وى. څوک هم چې د دې بنياد کېږدى نو هغه دې د مشرى زوئ نه لاس ووينځى. څوک هم چې د دې دروازې جوړوى نو هغه دې د کشر زوئ نه لاس ووينځى.“


خو بنى اِسرائيلو مالِک خُدائ ته د تباه کېدونکو څيزونو سره خيانت وکړو. عکن نومې سړى د دې حُکم نافرمانى وکړه نو مالِک خُدائ بنى اِسرائيلو ته سخت غصه شو. عکن د کرمى زوئ او د زبدى نمسے وو د زارح د خاندان سره يې تعلق لرلو او دا د يهوداه د قبيلې يوه حِصه وه.


هغوئ د هغۀ دپاسه د کاڼو يو غټ ډېرے جوړ کړو کوم چې تر نن ورځې پورې هلته دے. نو د مالِک خُدائ غصه سړه شوه او په دې وجه دغه ځائ ته تر اوسه پورې د مصيبت وادى وئيلے شى.


يشوَع عى وسوزولو او په کنډر يې بدل کړو او هغه تر نن ورځې پورې هم هغسې دے.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan